ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د شاوخوا ۱۴ میلیونه افغانیو په ارزښت تورخم کې د راستانه شوو هېوادوالو لپاره د پنډغالي احاطه جوړیږي

تورخم کې له پاکستانه بېرته را ستانه شویو هېوادوالو لپاره د پنډغالي د احاطې چارې د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني، د ملي راډیو ټلویزیون لوی رییس قاري محمد یوسف احمدي او د ننګرهار ولایت یو شمېر مسولینو په شتون کې پیل شوې.

د ښاري خدمتونو او چاپېریال ساتنې مرستیال ویلي؛ د پنډغالي احاطه په ۲۳۸.۶۳ جریبه ځمکه کې د څلور زره او ۶۲۲ مترو په اوږدوالي او د درې متره په لوړوالي د کابل ښاروالۍ له لوري د یو قراردادي شرکت په مرسته د ۱۵ ورځو په موده کې له جال او دوه زره او ۲۹۸ اوسپنیزو ستنو څخه د نږدې ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي.

د ښاغلي سجستاني په وینا؛ د احاطې جوړولو په چارو کې دوه د داخلېدو او دوه د وتلو دروازې هم شاملې دي.

له پاکستان څخه د بېرته را ستنېدونکو هېوادوالو سره د مرستې په موخه دا پنډغالی د کابل ښاروالۍ د انجنیرانو له لورري ډیزاین شوی دی او د بېلابېلو دولتي ادارو، ملي پانګوالو او بهرنیو موسسو په مرسته په تورخم سیمه کې جوړیږي چې، پکې لومړنۍ اړتیاوې په نظر کې نیول شوې دي.