ورځ: سه شنبه
نېټه: ۱۴۴۵/۵/۷ ھ ق، مطابق:۱۴۰۲/۸/۳۰ ھ ش
تورخـــم
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
تورخم کې ۳۴۵ کورنۍ او یو زر او ۹۰۳ تنه ثبت او بایومټریک شوي دي.
په همدې ډول ۲۰۰ کورنۍ تثبیت کړل شوې، چې ۱۷۲ کورنۍ کډوال او پاتې ۲۸ کورنۍ ناکډوالې ثابتې شوې.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
په عمري کمپ کي د خـدماتي کمـېـټي لهخـوا ۱۱ زره او ۵۰۰ تنه کډوالو ته ډوډۍ او تصفيه شوي اوبه پهخپل وخت سره توزیع شوې .
د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولينو لهخوا راستانه شویو کډوالو ته یو زر او ۱۶۹ عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.
د مختلفو خيريه بنسټونو لهخوا مرسته شوې یو زر او ۳۵۰ کمپلې، ۵۰۰ بستې معدني اوبه او ۱۰۰۰ ښځینه او نارینه کوټونه، ۶۰۰ بستې خوارکي توکي توزیع شوي او همدارنګه د اوبو رسولو په برخه کې د اته ټانکرنو په واسطه ۱۴۵ زره ليټره اوبه رسول شوي دي.
د مؤقت مېشت کولو کمېټه:
د مؤقت مېشت کولو کمېټې نن په عمري کمپ کې له خېمو څخه څارنه وکړه او راستنېدونکي مهاجرین یې په منظم ډول په تشو خیمو کې ځای پر ځای کړل.
همدارنګه د اته ټانکرونو پرمټ په ۱۳۲ ذخیرو کې اوبه واچولې شوې.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
۸۰ کورنۍ چې د وګړو شمېر یې ۴۵۵ تنه کیږي، د ۲۳عراده مختلف النوعه موټرو په واسطه ننګرهار، کابل، کونړ او لغمان ولایتونو ته په خوندي ډول انتقال او یادو کورنیو ته ۷۷ زره افغانۍ د کرایې لپاره ورکول شوي دي.
د تورخم څخه تر اړوند کمپ پورې په خوندي ډول د کډوالو د لیږد لپاره ۱۷ عرادې مختلف النوعه امارتي وسایط استخدام شوي وو، چی ټولې یې ۵۲ دورې ترسره کړې.
د کډوالو لپاره د کار موندنې کمیټه:
د کډوالو لپاره د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې ۲۲ تنه د بکلوریا سند لرونکي، درې تنه د فوق بکلوریا سند لرونکي، څلور تنه حافظان، درې تنه د وړې دورې فارغان، درې تنه دیني عالمان، ۴۰۸ تنه غریبکار او ۱۷۷ تنه حرفهيي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول ۶۲۶ تنه کیږي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د کمپ په بېلابېلو برخو او د ډیورنډ فرضي کرښه کې له راستنو شویو کډوالو سره ناستې وشوې او د پروسې د مراحلو طی کولو په اړه معلومات ورکول شول.
ډیورنډ فرضي کرښه کې اوښتونکو ته پوهاوی ورکول شو چې د کډوالو په نوم امتیازات ترلاسه نهکړي او که څوک ونیول شو قانوني چلند به ورسره وشي.
د (ای او اېم) له دفتر سره په همغږۍ کډوالو ته د کډوالۍ ۴۰۰ پاڼې ووېشل شوې.
۴۶۵ تنه ماشومانو ته عامه پوهاوی ورکول شو، ۱۲ تنه ماشومان او په لسګونو ورک شوي اسناد اړونده کسانو ته وسپارل شول. حمایوي مرکز کې پینځه تنه ماشومان موجود دي.
د مساجدو او زدهکړو د تنظیم کمېټه:
د مساجدو او زدهکړو د تنظیم کميټې د غړو لهخوا نن د تورخم له لورې راغلو کډوالو ته په مشکلاتو کې د زغم توصيو ترڅنګ، د څو جلده قران عظیم الشان توزیع هم وشوه چې دا لړۍ به دوام وکړې.
په عمري کمپ کې د جوماتونو او زده کړو د تنظیم کمېټې له لوري راستنېدونکو کډوالو ته عامه پوهاوی جریان لري او په مېشت ځایونو کې ورته اصلاحي بیانونه وشول.
سپین بولدک
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
د سپین بولدک په سیمه کې ۲۹۳ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې یو زر او ۶۵۵ تنه کیږي، ثبت او د کورنیو چارو وزارت له لوري بایومټریک شوې.
له دې جملې ۲۲۱ کورنۍ چې یو زر او ۲۶۳ تنه کیدل، د لازمو مرستو په موخه (آی، او اېم) ته او ۷۲ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۳۹۲ تنه کېده او د (یو ان اېچ سي آر) سلېپونه او د (وي آر پي) کارټونه یې له ځانه سره لرل، (یو ان اېچ سي آر) سازمان ته ورپیژندل شوې.
پینځه تنه نارینه قیدیان هم ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
له سپين بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه ۱۲۶ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۶۹۱ تنه کیږي، د ۱۸ مختلف النوعه نقلیه وسایطو په واسطه کندهار، کابل، هلمند او اروزګان ولایتونو ته ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته ۱۱۹ زره افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
په سپین بولدک کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې لهخوا له ۲۸۱ کورنیو سره مرسته وشوه او هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ ورکول شوې.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
سپین بولدک او ښوراندام کې د غرمې او ماښام لهخوا ۶ زره او ۱۰۰ تنه راستانه شویو کډوالو ته ډوډۍ توزیع شوې ده.
د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت، د میرویس نیکه روغتون، د سرې میاشتې ټولنې، هېلټ نېټ موسسې او د باران صحي ټیمونو لهخوا ۷۹۶ تنه ناروغان تداوي شوي؛ دوه زره او ۶۷۸ تنو ته واکسین تطبیق شوی، د یو زر او ۲۱ کسانو سکرینینګ شوی، ۲۱۸ تنو ته بیا د کورونا ځانګړی واکسین شوی، د درې تنو د ملاریا نمونې او د اووه تنو د کورونا نمونې اخیستل شوي دي؛ درې مریضان استول شوي او شپږ تنه نور بستر شوي دي.
سپین بولدک د کمپ کثافات راټول او لرې کړل شول او تخته پل کمپ کې ۱۵ اتاقونو او رحمتي کمپ کې د برېښنا مزي وغځول شول، ګوروپونه نصب او بولدک کې د سرې میاشتې صحي ټیم ته برېښنا ورسول شوه.
د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له لوري پر راستانه شویو کډوالو ۴۹۷ عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.
د ضرورت په اندازه د کډوالو لپاره خېمي، کمپلې او خوراکي او نور توکي اماده شوي دي.
پکتیکا
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
نن د انګور اډې په سیمه کې دوه کورنۍ ثبت شوي دي.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت او د عامې روغتیا صحي ټیمونو لهخوا ۹۳ تنه ناروغان تداوي شوې او شپږ تنو ته واکسینونه تطبیق شوي دي.
په انګور اډه او تروو کې ۶۳ تنه کډوالو ته د سهار، غرمې او ماښام ډوډۍ ورکړل شوه.
د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له لوري پر راستانه شویو کډوالو ۱۹عدده سیمکارټونه وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري راستنېدونکو کډوالو سره مرکې وشوې او له رسنیو سره شریکې شوې.
کډوال د خدمتونو له وړاندې کولو څخه خوښ وو.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
له انګور اډې څخه مهاجرین کمپ ته او له هغه ځایه خپلو ولسوالیو او کلیو ته دوه کورنۍ انتقال شوي او د مالي چارو د تنظیم کمټې له لوري هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ ورکول شوي دي.
پکتیا
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ کې له ۴۱ کورنیو سره په مجموع کې ۲۲ زره او ۶۰۰ افغاني مرسته وشوه.
زابـل
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
د زابل ولايت د شملزو ولسوالۍ په زنځیر سیمه کې ۱۸ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۱۱۵ تنه کېږي؛ ثبت او راجستر شوې.
د ټرانسپورټ او انتقال کمیټه:
د ترانسپورټ او انتقال کمېټې لهخوا شپږ کورنۍ نوبهار ولسوالۍ او پینځه کورنۍ د شملزو ولسوالۍ بلابیلو سیمو ته انتقال شوې او ۲۲ زره افغانۍ کرایه ورکول شوه.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د اسلامي امارت له بودجې څخه نن ۱۸ کورنیو ته لس-لس زره افغانۍ ورکړل شوې او د سرې میاشتې ټولنې له لوري هم هرې کورنۍ ته ۲۱ قلمه غیر خوراکي توکي چې د ماشومانو ژمنۍ جامې هم پهکې دي، ورکړل شول.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
۱۳۵ تنه کډوالو او د کمېټو مسولانو ته ډوډۍ ورکړل شوه.
همداراز د خدماتي کمیټې په چوکاټ کې د صحت کمیټې له لوري نن ورځ د یادو کورنیو ناروغان تداوي شول.
نیمــــــروز
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په نیمروز کې د ورېښمو له لارې ۳۷ کورنۍ، چې د افرادو شمېر یې ۱۶۵ تنه کیږي او یو زر او ۹۴۶ تنه مجردین را ستانه او د مسولينو له لوري ثبت شوي دي، چې د کورنیو له ډلې ۲۹ کورنۍ چې افرادو شمیر یې ۱۲۲ تنه کیږي او د مجردینو له ډلې ۷۴ تنه د نغدي او غیر نغدي مرستو په خاطر (آی او اېم) ته معرفي شوي دي.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
د نیمروز ولایت له لارې نن لس فامیله چی ۵۰ تنه کیږي، نن غرمه د ډوډی او نور خدمات ورته وړاندی شوه.
هـــــــــرات
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
په اسلام کلا کې ۵۲ تنه ثبت او د مراحلو له طی کولو وروسته مالي کمېټې ته ور وپیژندل شول.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د اسلام کلا بندر کې له ۳۷ کورنیو سره د مالي کمېټې له لوري لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

