ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

حماس: غزه کې د څلور ورځني اوربند هوکړې ته رسېدلي یو

حماس په یوه اعلامیه کې اعلان کړی، چې له سختو او اوږدو مذاکراتو وروسته د خدای ج په مرسته او د قطر او مصر په هڅو غزه کې لنډمهاله څلور ورځني اوربند هوکړې ته رسېدلي یو.

په اعلامیه کې راغلي، چې د دې هوکړې له مخې به د دواړو لورو تر منځ جګړه، د غزې په ټولو سیمو او برخو کې د صهیونیستي رژیم نظامي فعالیت او غزه کې د دوی د زرهي موټرو ځای پر ځای کول بند او ودرول شي.

دغه‌راز د بشري مرستو، درملو او سون توکو لېږدوونکې سلګونه لارۍ به له کوم محدودیت پرته د غزې ټولو سیمو ته ولېږدول شي.

د حماس په وینا؛ ۵۰ اسرائیلي ښځې او له ۱۹ کلونو کم‌عمره ماشومان به د ۱۵۰ فلسطیني ښځو او له ۱۹ کلونو کم‌عمره ماشومانو په مقابل کې له بنده ازاد شي.

د دې تر څنګ به د څلور ورځني اوربند په موده کې د غزې په سویل او شمال کې ۶ ساعته د سهار له ۱۰ نه د مازیګر تر ۴ د اسرائیلو الوتکو پروازونه ودرول شي.

حماس په ټینګار سره ویلي؛ له اشغالګر رژیم سره هوکړه ته رسېدلي یو، چې د غزې په ټولو سیمو کې به پر هېچا برید نه کوي او خلک به د غزې له شمال څخه جنوب ته د صلاح‌الدین سړک له لارې ازاد تګ وکړي.

غزه د ۴۶ ورځنۍ جکړې له امله له ستر بشري ناورین سره مخ وه او اوسېدونکو یې په سختو ناخوالو، ګواښونو او زور زیاتیو کې ژوند کاوه.