د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه ترسره او له اجنډا سره سم د پانګونې کورنیو او بهرنیو شرکتونو له لوري د وړاندې شوو طرحو په اړه هراړخیز بحث وشو.
دغې ناستې ته د پښتني بانک مخامخ د کابل ښاروالۍ اړوند ځمکه کې د دوه پوړیزې سوداګریزې ودانۍ جوړولو، په بلخ ولایت کې د ډبرو سکرو د بار او خالي کولو له پاره د عصري او معیاري ترمینل جوړولو، او د سروبي ولسوالۍ د نغلو په ساحه کې د ۲۲ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې وې.
یادې طرحې په پرنسیپ کې د پانګونې بین الوزارتي کمېټې له لوري تایید او د تخنیکي، اقتصادي او حقوقي ارزونې لپاره یې اړوند وزارتونو ته راجع کړې.
دغه راز د ټولګټو وزارت له لوري د لویو لارو په اوږدو کې د لنډمهاله تمځایونو د جوړولو طرحې په اړه راپور وړاندې شو.
یاده طرحه تایید شوه او اړوند وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې راتلونکي پړاوونه دې بشپړ او د پروژې د عملي چارو پیل په موخه دې یاده پروژه د منظورۍ له پاره اقتصادي کمیسیون ته وړاندې کړي.

