د کرېکټ نړیوالې شورا د وخت د ضایع کېدو مخنيوي په پار یو نوی قانون رامنځته کړ، چې له مخې یې د یوه اور په ختمېدو سره دویم بالر مکلف دی، چې له ۶۰ ثانیو مخکې خپله توپاچونه پیل کړي.
په دې قانون کې ویل شوي، که دویم توپاچوونکی درې ځلې په خپل ټاکلي وخت توپاچونې ته حاضر نه شي، نو مقابلې لوبډلې ته ۵ اضافي منډې ورکول کیږي.
دغه قانون به لومړی ځل راتلونکي ډیسمبر میاشت کې د انګلستان او ویسټنډیز تر منځ د یو ورځنیو سیالیو پر مهال پلی شي.
ICC د سه شنبې په ورځ په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل، دغه قانون به د لوبې پر مهال د اورونو ترمنځ د وخت ضایع کېدو مخنیوی وکړي او لوبه به په ټاکلي وخت کې ترسره شي.
په 2022 میلادي کال کې ICC د کرېکټ په یو ورځنیو او ۲۰ اوریزو سیالیو کې د وخت ضایع کېدو لپاره د میچ جریمه ټاکلې وه، خو اوس د لوبې شرایطو سره سم د دواړو فارمټونو لپاره جریمه دا ده، چې ډګر ساتونکې لوبډله د لوبې له وروستي اور وړاندې لوبه په ټاکلي وخت پای ته و نه رسوي، نو د جریمې په ډول به په وروستي اور کې یو ډګر ساتونکی د دایرې داخل ته راولي.
په کرېکټ کې د سټاپ کلاک درلودل یو بې ساری اقدام دی، چې په دې سره توپ اچوونکی مجبوریږي، ترڅو په ۲۵ ثانیو کې ځان توپ اچونې ته چمتو کړي.
په ۲۰۱۸ کال کې د د کرکټ نړیوالې کمیټې (MCC) لخوا د شاټ کلاک وړاندیز هم شوی و، ترڅو په ټولو فارمیټونو کې د اور د کرار رفتار سره مبارزه وکړي.
MCC کمیټې، چې پخواني نړیوال لوبډلمشران (ریکي پونټینګ، سوراو ګنګولي او کمار سنګاکارا) په کې شامل وو، سپارښتنه کړې وه چې “شاټ کلاک” دې په لوبه کې د د وخت ضایع کېدو په وخت کې وکارول شي.
هغه وخت پونټینګ ویلي و؛ چې اور په پای کې باید ډګرساتونکي او توپ وهونکي په عادي حالت کې وي او په ټاکلي وخت کې باید توپ وهنې ته چمتو وي.
احسان الله عادل

