ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې وزارت پلاوي په ازبیکستان کې له مېشتو افغان سوداګرو سره لیدنه کړې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي ازبیکستان ته د رسمي سفر په ترڅ کې د هېواد د کرنې او مالدارۍ خونې د مسولینو په شتون کې په ازبیکستان کې له مېشتو یو شمېر افغان سوداګرو سره لیدنه کړې.

 په دې کتنه کې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په ازبیکستان کې مېشتو افغان سوداګرو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او له هغوی یې غوښتي، چې په هېواد کې پانګونه وکړي.

نوموړي ویلي؛ په افغانستان کې بشپړ امنیت تامین شوی او امیرالمؤمنین حفظه الله له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ امر صادر کړی، نو راشئ او په خپل هېواد کې پانګونه وکړئ او که کومه ستونزه لرئ، له موږ سره یې شریکه کړئ، تر څو د حل په پار یې اساسي ګامونه پورته کړو.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خان محمد فروتن هم په دې ناسته کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک ته اشاره کړې او له افغان سوداګرو یې غوښتي، چې په هېواد کې پانګونه وکړي.
په دې ناسته کې په ازبیکستان کې مېشتو افغان سوداګرو خپل نظریات، وړاندیزونه او ستونزې مطرح کړي او په دې برخه کې یې د اسلامي امارت د همکارۍ غوښتنه کړې، چې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر عثماني او په ازبیکستان کې د افغانستان د سفارت لومړی سکرتر له خوا دوی سره د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړل شوی.