ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سرپل کې د قشقري نفتو څاګانو څخه د ورځې ۹۰۰ ټنه نفت ویستل کیږي

د سرپل ولایتي مسولين وايي؛ چې هره ورځ د دغه ولایت د قشقري نفتو څاګانو څخه ۹۰۰ ټنه نفت ویستل کیږي.

د سرپل والي محمدیعقوب عبدالرحمن اکه د قشقري نفتو تاسیساتو څخه د امنیتي وضعیت ارزونې په موخه له یادې سیمې څخه د لیدنې پر مهال د قشقري بلاک د هېواد ستره شتمني بللې ده.

نوموړي ویلي، چې قشقري د نفتو څاګانې د افغانانو ملي شتمني ده او په عوایدو به یې د هېواد بیارغونه او پراختیا کې ګټه واخیستل شي.

د یاد ولایت والي زیاته کړې؛ د قشقري عوایدو یوه برخه د سرپل بیارغونې او پراختیايي پروژو کې لګول کېږي او په وینا یې، ځینې نورې پروژې هم ترلاس لاندې لري.