ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې پر اوربند د هوکړې په تړاو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه!

د غزې تړانګې پر بې‌دفاع ولس د صهیونیستي رژیم د یوې نیمې میاشتې مسلسل بمبارد وروسته، چې په نتیجه کې يې تر ۱۴ زرو زیات ملکیان شهیدان شول او صهیونیستي پوځ د بشري حقونو ټول حدود مات کړل، د څلورو ورځو لپاره پر اوربند د هوکړې اعلان د غزې ولس د لا زیاتو ملکي تلفاتو د مخنیوي پر لور یو مثبت ګام دی.

د بشري موقت اوربند د اعلان او د غزې اړمن ولس ته د بشري مرستو د رسولو په برخه کې د قطر دولت فعاله دیپلوماسي د ستاینې وړ ده او پکار ده، چې د غزې ولس د ژوند ژغورلو په خاطر اوربند دایمي شي.

 په غزه کې د بشري حقونو د نقض او د صهیونیستی رژیم له خوا د ټولو بشري حدودو ماتولو په تړاو د غربي دولتونو او د بشري حقونو مدعي سازمانونو دوه‌ګوني چلن د دوی اعتبار ته نه جبرانېدونکی زیان ورساوه.

 د فلسطین د قضیې جامع او تلپاتې حل دا دی، چې د تاریخي فلسطین د اراضي اشغال پای ته ورسېږي او فلسطینیانو ته حق ورکړل شي، چې د نورو ملتونو په څېر پر خپل تاریخي قلمرو مستقل دولت ولري.