ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د کمېټو ورځنی کاري راپور

د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د کمېټو ورځنی کاري راپو


ورځ: چهارشنبه
نېټه: ۸/۵/۱۴۴۵ ھ ق، مطابق ۱/۹/۱۴۰۲ ھ ش


تورخـــم (ډیورنډ فرضي کرښه)


د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
تورخم کې ۳۲۷ کورنۍ او یو زر او ۶۶۷ تنه ثبت او بایومټریک شوي دي.
په همدې ډول ۱۶۰ کورنۍ تثبیت کړل شوې، چې ۱۳۷ کورنۍ مهاجرېن او پاتې ۲۳ کورنۍ غیرمهاجرېن ثابتې شوې.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
۱۰۶ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۵۶۰ تنه کیږي، د ۳۴ عراده مختلف النوعه موټرو په واسطه ننګرهار، کابل، کونړ او لغمان ولایتونو ته په مصئونه توګه انتقال او یادو کورنیو ته ۱۳۷ زره افغانۍ د کرایې لپاره ورکول شوي دي.
د تورخم فرضی کرښې څخه تر اړوند کمپ پورې په مصئونه توګه د کډوالو د لیږد لپاره ۱۷ عرادې مختلف النوعه امارتي وسایط استخدام شوي وو، چی ټولې یې ۵۲ دورې ترسره کړې.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولينو له‌خوا راستانه شویو کډوالو ته یو زر او ۱۲۶ عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.
د مختلفو خيريه بنسټونو له‌خوا مرسته شوې یو زر او ۳۵۰ کمپلې، ۵۰۰ بستې معدني اوبه او یو زر او ۲۰۰ ښځینه او نارینه بوټونه او جامپرونه، ۴۵۰ بستې خوارکي توکي توزیع شوي.
د مؤقت مېشت کولو کمېټه:
د کډوالو د مؤقت میشت کولو کمېټې نن په عمري کمپ کې له خیمو څخه څارنه وکړه، چې راستنېدونکي افغانان یې په منظم ډول په تشو خیمو کې ځای پر ځای کړل.
همدارنګه د اته ټانکرونو پرمټ ۱۳۲ ټانکیو کې اوبه واچول شوې.
د کډوالو لپاره د کار موندنې کمیټه:
د کډوالو لپاره د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې اووه تنه د بکلوریا سند لرونکي، یو تن د لیسانس سند درلودونکی، څلور تنه حافظان، دوه تنه د وړې دورې فارغان، یو تن دیني عالم، ۳۷۷ تنه غریبکار او ۱۰۵ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول ۴۹۷ تنه کیږي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
پر ډیورنډ فرضي کرښه اوښتونکو ته پوهاوی ورکول شو چې د کډوالو په نوم امتیازات ترلاسه نه‌کړي او که څوک ونیول شو قانوني چلند به ورسره وشي.
د (ای او اېم) له دفتر سره په همغږۍ کډوالو ته د کډوالی ۲۰۰ پاڼې ووېشل شوې.
د مساجدو او زده‌کړو د تنظیم کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې د مساجدو او زده‌‌دکړو تنظیم کمېټې له لوري راستنېدونکو ته عامه پوهاوی جریان لري او په کمپونو کې ورته اصلاحي بیانونه وشول.
په ورته وخت کې د یادې کمېټې د غړو له‌خوا په یاد کمپ کې د مساجدو د ودانیو جوړېدو خبره وشوه، ترڅو د کډوالو لمونځونه په محفوظ ډول مساجدو کې په جماعت سره اداء او اصلاحي بیانونه په منظمه طریقه برابر شي.


سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)


د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
د سپین بولدک په سیمه کې ۳۱۹ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې یو زر او ۷۳۴ تنه کیږي، ثبت او د کورنیو چارو وزارت له لوري بایومټریک شوې.
له دې جملې ۲۸۴ کورنۍ چې یو زر او ۵۴۸ تنه کیدل، د لازمو مرستو په موخه (آی، او اېم) ته او ۳۵ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۱۶۸ تنه کېده، د (یو ان اېچ سي آر) سلېپونه او د (وي آر پي) کارټونه یې له ځانه سره لرل، (یو ان اېچ سي آر) سازمان ته معرفي شوې.
څلور تنه نارینه قیدیان هم ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
له بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه ۲۳۴ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۷۳۶ تنه کیږي، د ۲۲ مختلف النوعه نقلیه وسایطو په واسطه کندهار، هلمند او کابل ولایتونو ته ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته ۱۲۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
پر ډیورنډ فرضي کرښه په سپین بولدک کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له‌خوا له ۳۱۸ کورنیو سره مرسته وشوه او هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ ورکول شوې.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په کمپونو کې لسګونو راستنېدونکو هېوادوالو ته عامه پوهاوی او معلومات ورکړل شوي او همدا راز خبري رسنیو ته د راپورونو د جوړولو زمینه برابره کړل شوې ده.
د عامه پوهاوي په برخه کې راستنېدونکو هېوادوالو ته غرمه او ماښام مهال د غازي عبدالله خان لېسه په کمپ او د باران کلا کمپ کې د صبر او زغم په اړه ویناوې وشوې.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
سپین بولدک او ښوراندام کې د غرمې او ماښام له‌خوا شپږ زره او ۹۰۰ تنه راستانه شویو کډوالو ته ډوډۍ توزیع شوې ده.
د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت، د میرویس نیکه روغتون، د سرې میاشتې ټولنې، هېلټ نېټ مؤسسې او د باران صحي ټیمونو له‌‌خوا ۶۸۴ تنه ناروغان تداوي شوي.
د ښاروالۍ، برېښنا، ترافيکو، اوبو رسولو او نورو برخو کې اړوند خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولينو له لوري پر راستانه شویو کډوالو ۹۲۷ عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.


پکتیکا (ډیورنډ فرضي کرښه)


د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت او د عامې روغتیا صحي ټیمونو له‌‌خوا انګور اډه او ښرنه کې ۸۹ تنه ناروغان تداوي شوې او اووه تنو ته واکسینونه تطبیق شوي دي.
په انګور اډه او تروو کې ۳۵ تنه کډوالو ته د سهار، غرمې او ماښام ډوډۍ ورکړل شوه.
د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له لوري پر راستانه شویو کډوالو ۱۵ عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري د بېرته راستنېدونکو کډوالو په هکله د پنډغالي له مسولینو مجموعي معلومات راټول کړل شول، چې تر اوسه څومره کورنۍ په دې فرضي کرښه بېرته هیواد ته راستنې شوې دي.


زابــــــــــــل (ډیورنډ فرضي کرښه)


د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
د زابل ولايت د شملزو ولسوالۍ په زنځیر سیمه کې شپږ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۲۸ تنه کېږي؛ ثبت او راجستر شوې.
د ټرانسپورټ او انتقال کمیټه:
نهه کورنۍ له زنځیر سیمې شملزو ولسوالۍ، شینکۍ ولسوالۍ او سره زنګل سیمې ته انتقال شوې.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د اسلامي امارت له بودجې څخه نن څلور کورنيو لس-لس زره افغانۍ ورکړل شوې.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
پرون او نن د امربالمعروف او نهی عن المنکر د مسئولينو له لوري راستانه شویو کډوالو ته د صبر او زغم توصيه وشوه.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
۱۵۹ تنه کډوالو او د کمېټو مسئولینو ته ډوډۍ ورکړل شوه او د کډوالو ناروغانو تداوی هم وشوه.
څلورو کورنيو ته ۲۱ قلمه غیر خوراکي توکي چې د ماشومانو ژمنۍ جامې هم په‌کې دي، ورکړل شول.


هـــــــــرات


د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د اسلام کلا بندر کې له ۲۹ کورنیو سره د مالي کمېټې له لوري لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له‌خوا راستانه شویو کډوالو ته ۵۰ عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.


د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء