د صنعت او سوداګري سرپرست وزیر نورالدین عزیزي د کندهار ولایت شوراندام صنعتي پارک کې د سمنټو د یوې سترې فابریکې د جوړېدو له بهیر څخه لیدنه وکړه.
یاده فابریکه په سل جریبه ځمکه د خصوصي سکټور د لسګونه میلیونه ډالرو په پانګونې سره جوړېږي.
دا فابریکه به د پینځو کلونو په موده کې جوړه شي، چې په یوه ورځ کې به تر ۵ زره ټنو پورې د تولید ظرفیت ولري.
دغهراز لومړی پړاو چارې به یې په راتلونکي کال کې بشپړ شي، چې د تولید ظرفیت به یې ۱۵۰۰ ټنه وي.
د دې تر څنګ به یې په فعالېدو سره له ۵ زره زیاتو کسانو ته په مستقیم او غیرې مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

