د راستنېدونکو مهاجرينو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون
د کمېټو ورځنی کاري راپور
ورځ: پنجشنبه
نېټه: ۹/۵/۱۴۴۵ ھ ق، مطابق ۱۴۰۲/۹/۲ ھ ش
تورخـــم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
- نن په تورخم کې (۲۴۴) کورنۍ او (۱۲۶۶) تنه ثبت او بایومټریک شوي دي.
- په همدې ډول (۲۵۷) کورنۍ تثبیت کړل شوې، چې (۲۳۷) کورنۍ مهاجرېن او پاتې (۲۰) کورنۍ غیرمهاجرېن ثابتې شوې.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
- د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو لهخوا راستانه شویو مهاجرینو ته (۹۶۳) عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
- نن (۶۷) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۳۵۸) تنه کیږي، د (۱۹) عراده مختلف النوعه موټرو په واسطه ننګرهار، کابل او کونړ ولایتونو ته په مصئونه توګه انتقال او یادو کورنیو ته (۵۹۰۰۰) افغانۍ د کرایې لپاره ورکول شوي دي.
- د تورخم فرضی کرښې څخه تر اړوند کمپ پورې په مصئونه توګه د مهاجرینو د لیږد لپاره (۲۴) عرادې مختلف النوعه امارتي وسایط استخدام شوي وو، چی ټولې یې (۳۴) دورې ترسره کړې.
د مهاجرینو لپاره د کار موندنې کمېټه:
- د مهاجرینو لپاره د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې (۴) تنه د بکلوریا سند لرونکي، (۱) تن حافظ، (۱) تن دیني عالم، (۲۹۸) تنه غریبکار او (۴۳) تنه حرفهيي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول (۳۴۷) تنه کیږي.
- د کارموندنې کمېټې له لوري په عمري کمپ کې (۱) تن ورک ماشوم خپلې کورنۍ ته سپارل شوی او همدارنګه ګرانو هېوادوالو ته د ناچاوده ماینونونو، نظافت، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکول شوی.
- په همدې ډول ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو او تفریح ځانګړي پروګرامونه په لاره اچول شوي دي.
د مساجدو او زدهکړو د تنظیم کمېټه:
- د مساجدو او زدهکړو د تنظیم کمېټې د مسئولينو له لوري د تورخم په عمري کمپ کې د کمېټو مجاهدینو ته لازمې توصيې وشوې.
- په عمري کمپ کې دوه جوماتونو ته دلاوډسپیکرونو سیستم هم فعال شو.
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
- د سپین بولدک په سیمه کې (۲۱۴) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۱۱۹۶) تنه کیږي، ثبت شوي دي
- د کورنیو چارو وزارت د بایومټریک آمریت له لوري بیا (۲۸۳) کورنۍ بایومټریک شوي دي.
- له دې جملې (۱۹۱) کورنۍ چې (۱۰۶۹) تنه کیدل، د لازمو مرستو په موخه (آی، او اېم) ته او (۲۳) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۱۲۷) تنه کیده او د (یو ان اېچ سي آر) سلېپونه او د (وي آر پي) کارټونه یې له ځانه سره لرل، (یو ان اېچ سي آر) سازمان ته معرفي شوې.
- (۹) تنه نارینه قیدیان هم ثبت شوي دي او (۵) تنه بې سرپرسته ماشمانو (ام پي او) ارګان ته معرفي شول.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
- له سپين بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه (۷۳) کورنۍ چې د افرادو شمیر یې (۶۵۴) تنه کیږي، د (۲۱) مختلف النوعه نقلیه وسایطو په واسطه کندوز، کابل، هلمند او نیمروز ولایتونو ته ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته (۱۰۸۵۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
- نن پر ډیورنډ فرضي کرښه په سپین بولدک کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې لهخوا له (۲۶۵) کورنیو سره مرسته وشوه او هرې کورنۍ ته (۱۰۰۰۰) افغانۍ ورکول شوې.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
- نن هم د تېر په څېر، په کمپونو کې لسګونو راستنېدونکو هېوادوالو ته عامه پوهاوی او معلومات ورکړل شوي او خبري رسنیو ته د راپورونو زمینه برابره شوې ده.
- د عامه پوهاوي په برخه کې راستنېدونکو هېوادوالو ته غرمه او ماښام مهال غازي عبدالله خان لېسې کمپ او باران کلا کمپ کې د صبر او زغم په اړه ویناوې وشوې.
پکتیکا (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
- نن پر ډیورنډ فرضي کرښه د انګور اډې په سیمه کې (۴) کورنۍ ثبت شوي دي.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
- د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت او د عامې روغتیا صحي ټیمونو لهخوا (۷۶) تنه ناروغان تداوي شوې او (۶) تنو ته واکسینونه تطبیق شوي دي.
- نن په انګور اډه او تروو کې (۲۰) تنه مهاجرینو او کمېټو غړو ته د سهار، غرمې او ماښام ډوډۍ ورکړل شوه.
- نن د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له لوري پر راستانه شویو مهاجرینو (۱۰) عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
- د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري راستنو شویو مهاجرینو ته د خپلو ماشومانو د ښې راتلونکې او تعليمي نظام په هکله معلومات ورکړل شول.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
- نن له انګور اډې څخه مهاجرین کمپ ته او له هغه ځایه خپلو ولسوالیو او کلیو ته (۴) کورنۍ انتقال شوي او د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري هرې کورنۍ ته لس زره افغانۍ ورکول شوي دي.
د مهاجرینو لپاره د کار موندنې کمېټه:
- د مهاجرینو لپاره د کارموندنې کمېټې نن په انګور اډه کې (۱) تن د وړې دورې فارغ، (۱) تن دیني عالم، (۱۶۹) تنه غریبکار او (۲) تنه حرفهيي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول (۱۷۳) تنه کیږي.
نیمــــــروز
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
- په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په نیمروز کې د ورېښمو له لارې (۳۷) کورنۍ، چې د افرادو شمېر یې (۱۴۲) تنه کیږي او (۲۱۷۳) تنه مجردین را ستانه او د مسئولينو له لوري ثبت شوي دي، چې د کورنیو له ډلې (۲۶) کورنۍ چې افرادو شمېر یې (۱۰۴) تنه کیږي او د مجردینو له ډلې (۶۶) تنه د نغدي او غیر نغدي مرستو په خاطر (آی او اېم) ته معرفي شوي دي.
هـــــــــرات
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
- نن په اسلام کلا کې (۷۷) تنه ثبت او د مراحلو له طی کولو وروسته مالي کمېټې ته معرفي شول.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
- نن د اسلام کلا بندر کې له (۳۲) کورنیو سره د مالي کمېټې له لوري لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.
د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

