د مالیې وزارت سرپرست وزیر ملا محمد ناصر اخوند او د مالیې وزارت اړوند د ښاري اوبو رسولو دولتي شرکت د لوی رییس انجنیر نعمت الله احمدي له لوري د کندهار ښار د لویي ویالې د اوبو رسولو پروژې د چارو پرانیستنه وشوه.
د مسولینو په وینا؛ دغه پروژه، چې ۱۱۱ کیلو متره اوږدوالی لري، د ۴۰۵ میلیونه افغانیو په لګښت یې د چارو پرانیسته وشوه، چې په بشپړیدو سره به یې ۷ زره کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.
مسولین زیاتوي؛ په یاده پروژه کې ۲۵۰ / درې زره او ۲۰۰ متره مکعبه د اوبو زېرمې، د شپږو حلقو څاګانو کېندنه، یو پمپ سټېشن او د پروژې اوړند ساختماني چارې شاملې دي.
ځايي اوسېدونکي خوښ دي، چې د څښاک پاکې اوبه ورته برابریږي او د اسلامي امارت منندوي دي، چې ستونزو ته یې رسېدنه کوي.

