ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په تېره مياشت کې له ۳۲۰ زره زياتې الکترونیکي تذکرې وېشلې دي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمد حلیم رافیع وايي؛ د احصايې او معلوماتو ملي ادارې په ټول هېواد کې د الکترونيکي تذکرو د وېش څانګو له لارې د روان کال په لړم مياشت کې ۳۲۰ زره او ۱۴۶ تنو هېوادوالو ته الکترونيکي تذکرې وېشلې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ له دې ډلې د لړم په مياشت کې په کابل ولايت کې تر ټولو زياتې نږدې ۶۴ زره الکترونيکي تذکرې هېوادوالو ته وېشل شوې دي. له کابل وروسته په ننګرهار ولايت کې ۲۸ زره او ۸۷، په بلخ ولايت کې ۲۱ زره او ۶۱۶ او په هرات ولایت کې نږدې ۱۶ زره الکترونيکي تذکرې وېشل شوې دي.

همدارنګه له يادو ولايتونو وروسته خوست ولايت د ۹ زره او ۷۹۱ او کندوز ولايت د نږدې ۹ زره الکترونیکي تذکرو په وېشلو سره هغه ولايتونه دي چې د لړم په مياشت کې يې هېوادوالو ته ډېرې الکترونيکي تذکرې وېشلې دي.

د ښاغلي رافیع په وینا؛ په ياده مياشت کې د هېواد په کچه ۷ زره ۴۷۹ تنو هېوادوالو ته د الکترونيکي تذکرو له وېش وروسته خدمتونه هم وړاندې شوي دي.