ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بهرنيو چارو له سرپرست وزير سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې لیدنه کړې

 په لیدنه کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري اېستنې، له راستنېدونکو سره د اسلامي امارت، ملګرو ملتونو او نورو خيريه ادارو د مرستو پر څرنګوالي، د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي ارزوونکي د وروستي راپور او نورو موضوعاتو خبرې شوي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي ویلي؛ په افغانستان کې جګړه په بشپړه توګه پای ته رسېدلې، نو غوره به وي چې ملګري‌ملتونه او نړيواله ټولنه د امنيت، اقتصاد، حکومتولۍ، له مخدره موادو سره مبارزې او نورو برخو کې د اسلامي امارت د لاسته راوړنو د هڅونې او ملاتړ، او د اقتصادي بنديزونو، د افغانستان بانک کنګل شويو شتمنيو، او د افغانستان پر خپلو پښو درېدلو په څېر حادو مسایلو پر حل تمرکز وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ چې افغانستان د هر ډول بين‌الدولي قضاياوو د بحث له پاره يوازېنی مشروع او باصلاحيته ادرس لري، نو ځکه د نړۍ هېوادونو او سازمانونو ته په کار دي، چې د خپلو منل شويو او رسمي ادرسونو له لارې له افغانستان سره تعامل وکړي او د موازي او اضافي ميکانيزمونو د ايجاد پر ځای په افغانستان کې خپل موجوده ميکانيزمونه تقويه کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او يوناما مشرې روزا اتونباييفا د هرات زلزلې او د راستنېدنې بهير پر وړاندې د اسلامي امارت د رغنده غبرګون ستاينه کړې او د ملګرو ملتونو ادارو ونډې ته په اشاره يې ویلي؛ دوی به هڅه وکړي، چې له مخدره موادو سره د مبارزې، د بزګرانو او راستنېدونکو د ملاتړ، او کارموندنې په څېر نورو مواردو کې هم خپل نقش ولوبوي او د بشري مرستو تر څنګ د کوچنيو پورونو فرصتونه هم رامنځ ته کړي.