ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

محمد سهیل شاهین: د افغانستان په تړاو غونډو کې د اسلامي امارت د پلاوي حضور اړین دی

قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین له ملي تلویزیون سره په ځانګړي مرکه کې ویلي، چې د افغانستان په تړاو په ټولو غونډو کې د اسلامي امارت د پلاوي حضور اړین او ګټور دی، تر څو نړۍ ته د هېواد ریښتینۍ انځور وړاندې کړل شي.

دغه‌راز ملګرو ملتونو کې یې د افغانستان د څوکۍ په تړاو په ټینګار سره ویلي، چې دا څوکۍ باید د اسلامي امارت له لوري ور پېژندل شوي شخص ته وسپارل شي، تر څو په ښه ډول د هېوادوالو او افغانستان استازولي وکړي.

ښاغلي شاهین زیاته کړې، چې افغانان هر وخت د پردیو د یرغل په مقابل کې متحد شوي او خپلواکي یې اخیستې ده.

د دې تر څنګ تاریخ ثابته کړې چې یرغلګرو تل په افغانستان کې ماتې خوړله ده.

د ښاغلي شاهین په وینا؛ افغان ولس له اسلامي امارت سره اوږده پر اوږه ولاړ دی او په ګډه یې امریکايي اشغال ته د پای ټکی کېښود.

ښاغلي شاهین قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د فعالیتونو په تړاو ویلي، چې یاد دفتر د اقتصادي بندیزونو لرې کولو او هېواد کې د لویو اقتصادي پروژو د پیل لپاره هڅې کوي.

دغه‌راز له نړۍ سره د اسلامي امارت د تعامل دروازه ده.

قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر زیاته کړې، چې د دوحې د هوکړې له مخې باید امریکا د افغانستان په بیا رغونه کې ونډه واخلي، خو هغوی تر اوسه دغه هوکړه نه ده عملي کړې.