ورځ: یکشنبه
نېټه: ۱۲/۵/۱۴۴۵ ھ ق، مطابق ۵/۹/۱۴۰۲ ھ ش
تورخـــم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
تورخم کې ۱۸۲ کورنۍ او یو زر او ۲۰ تنه ثبت او بایومټریک شوي دي.
په همدې ډول ۶۷ کورنۍ تثبیت کړل شوې، چې ۶۰ کورنۍ مهاجرېن او پاتې اووه کورنۍ غیرمهاجرېن ثابتې شوې.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
نن ۵۹ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۳۱۵ تنه کیږي، د ۱۷ عراده مختلف النوعه موټرو په واسطه ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي ډول لیږدول شوي او یادو کورنیو ته ۲۹ زره افغانۍ د کرایې لپاره ورکول شوي دي.
د تورخم فرضی کرښې څخه تر اړوند کمپ پورې په خوندي ډول د کډوالو د لیږد لپاره ۱۱ عرادې مختلف النوعه امارتي وسایط استخدام شوي وو، چی ټولې یې ۱۱ دورې ترسره کړې.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
په عمري کمپ کې د خـدماتي کمـېـټي لهخـوا لس زره او ۲۰۰ تنه کډوالو ته ډوډی او تصفيه شوې اوبه پهخپل وخت سره توزیع شوې.
د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولينو لهخوا راستانه شویو کډوالو ته ۷۵۴ عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول چې ياد سيمکارتونه وړيا دقيقې او انټرنېټ هم لري، ترڅو د اړتیا په وخت کې ترې استفاده وکړي.
د مختلفو خيريه بنسټونو لهخوا مرسته شوې ۹۰۰ کمپلې، ۵۰۰ بستې معدني اوبه او ۵۵۰ ښځینه او نارینه بوټونه او جامپرونه، ۵۵۰ بستې غذايي مواد او ۲۰۰ فرشونه پر مستحقو کډوالو ووېشل شوې او ۱۴۰ زره لیټره پاکې اوبه هم برابرې کړل شوې.
د تورخم عمري کمپ کې تر دې مهاله د ۹۶ زره او ۸۴۳ ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي، چې له جملې یې ۱۴ زره او ۲۳۹ تنه د اسهالاتو ناروغان، ۷۰ تنه د شري شکمن ناروغان، ۱۱۷ تنه د ډينګي شکمن ناروغان، شپږ زره او ۹۹۸ تنه د پوستکي ناروغان، اووه زره او ۷۵ رواني ناروغان، اته زره او ۵۱۳ میندوارې ښځې په کې وې.
په همدې ډول اووه زره او ۶۹۵ تنه واکسین شوي، ۱۳ زره او ۹۰۶ د پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان د خوارځواکۍ په موخه سکرینینګ شوي، چې له جملې یې ۷۱۸ شدید او دوه زره او ۸۹۸ حاد خوارځواکه ناروغان وو او ۱۳۹ ملاریا ناروغان کتل شوي او وړیا درمل ورکړل شوي.
د کډوالو لپاره د کار موندنې کمیټه:
د کډوالو لپاره د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې څلور تنه د بکلوریا سند لرونکي، دوه تنه د فوق بکلوریا سند لرونکی، درې حافظان، ۳۱۰ تنه غریبکار او ۷۲ تنه هېوادوال حرفهيي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول ۳۹۱ تنه کیږي.
۵۲۵ تنو هېوادوالو ته د ناچاوده ماینونونو، نظافت، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکول شو او د دوی رواني سلامتیا په موخه د تفریح پروګرامونه هم په لاره اچول شوي. * عمري کمپ کې خپلو کورنیو ته (۳) تنه ورکې ماشومانې هم سپارل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د عمري کمپ په بېلابېلو برخو او فرضي کرښه کې له راستنېدونکو سره ناستې وشوې او ورته د ثبت، تثبيت مراحلو طی کولو په اړه معلومات ورکول شول.
پر ډیورنډ فرضي کرښه اوښتونکو کسانو ته پوهاوی ورکړل شوی، چې د کډوالو په نوم امتیازات ترلاسه نه کړي، که څوک ونیول شي قانوني چلند به ورسره وشي.
د اي، او، اېم دفتر سره په هماهنګۍ پر کډوالو د مهاجرت سلګونه پاڼې ووېشل شوې.
۱۴ ورک ماشومان خپلو کورنيو ته او له شلو زیاتې ورک اسنادونه او د تابعیت تذکرې هم خپلو مالکانو ته سپارل شوي دي.
د مساجدو او زدهکړو د تنظیم کمېټه:
د تورخم عمري کمپ کې د مساجدو او زده کړو د تنظیم کمېټې له لوري راستنېدونکو ته عامه پوهاوی جریان لري او په مېشت ځایونو کې ورته اصلاحي بیانونه وشول.
په ورته وخت کې د یادې کمېټې د غړو لهخوا په یاد کمپ کې د نورو ودانیو په شان د مساجدو د ودانیو جوړېدو خبره وشوه، ترڅو د کډوالو لمونځونه په محفوظ ډول مساجدو کې په جماعت سره اداء او اصلاحي بیانونه په منظمه طریقه برابر شي.
د کډوالو د مؤقت میشت کولو کمېټه:
په عمري کمپ کې د نقشې مطابق ۳۲ خیمې ودرول شوې، ټوله ساحه اب پاشي او د اته ټانکرونو په واسطه ۱۳۲ ټانکیو کې اوبه واچول شوې.
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
د سپین بولدک په سیمه کې ۳۶۰ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې یو زر او ۳۰۵ تنه کیږي، ثبت شوې.
له دې جملې ۲۱۰ کورنۍ چې یو زر او ۵۵ تنه کیدل، د لازمو مرستو په موخه (آی، او اېم) ته او ۵۰ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۲۵۰ تنه کیده، د (یو ان اېچ سي آر) سلېپونه او د (وي آر پي) کارټونه یې له ځانه سره لرل، (یو ان اېچ سي آر) سازمان ته معرفي شوې.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
له بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه ۱۱۴ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۵۸۴ تنه کیږي، د ۱۳ مختلف النوعه نقلیه وسایطو په واسطه کندهار، زابل، اروزګان، فراه او کابل ولایتونو ته ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته ۱۴۴ زره افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
پر ډیورنډ فرضي کرښه په سپین بولدک کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې لهخوا له ۲۵۱ کورنیو سره مرسته وشوه او هرې کورنۍ ته ۱۰۰۰۰ افغانۍ ورکول شوې.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د تېر په څېر، په کمپونو کې لسګونو راستنېدونکو هېوادوالو ته عامه پوهاوی او معلومات ورکړل شوي.
د عامه پوهاوي په برخه کې راستنېدونکو هېوادوالو ته غرمه او ماښام مهال غازي عبدالله خان لېسه کمپ او باران کلا کمپ کې د صبر او زغم په اړه ویناوې هم وشوې.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
سپین بولدک او ښوراندام کې د غرمې او ماښام لهخوا شپږ زره او ۲۰۰ تنه راستانه شویو کډوالو ته ډوډۍ توزیع شوې ده.
د خدماتو او صحي چارو د کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت، د میرویس نیکه روغتون، د سرې میاشتې ټولنې، هېلټ نېټ مؤسسې او د باران صحي ټیمونو لهخوا ۵۵۹ تنه ناروغان تداوي شوي.
همدارنګه د یو زر او ۲۷۸ تنو سکریننګ شوی، دوه زره او ۲۳۰ نارینهوو ته واکسین تطبیق شوی، د ملاریا څلور او د کورونا پینځه نمونې اخیستل شوي، ۱۶۷ تنو ته کورونا واکسین تطبیق شوی، دوه تنه مریضان استول شوي او شپږ ناروغان بستر شوي دي.
د ښاروالۍ، برېښنا، ترافيکو، اوبو رسولو او نورو برخو کې اړوند خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
سپین بولدک د کمپ کثافات راټول او لرې کړل شول او ۸۵ زره لیټره د څښلو پاکې اوبه برابرې کړل شوې.
د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولينو له لوري پر راستانه شویو کډوالو ۸۷۹ او د خصوصي شرکتونو له لوري ۹۶۱ عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.
د ښاروالۍ، برېښنا، ترافيکو، اوبو رسولو او نورو برخو اړوند خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
د ضرورت په اندازه د کډوالو لپاره خیمي، کمپلې او خوراکي او نور توکي اماده شوي دي.
پکتیکا (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
ډیورنډ فرضي کرښه د انګور اډې په سیمه کې یوه کورنۍ ثبت شوې ده.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت او د عامې روغتیا صحي ټیمونو لهخوا انګور اډه کې ۵۲ تنه ناروغان تداوي شوې او پینځه تنو ته بیلابیل واکسینونه تطبیق شول.
نن په انګور اډه ۳۱ تنه کډوالو او د کمېټو غړو ته د سهار، غرمې او ماښام ډوډۍ ورکړل شوه.
د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولانو له لوري پر راستانه شویو کډوالو اته عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري راستانه شویو کډوالو ته د خپلو ماشومانو د ښې راتلونکې او تعلمي نظام په هکله معلومات ورکړل شول.
زابـــــــــــــــــــل (ډیورنډ فرضي کرښه)
د زابل د شملزو کې دوه کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۲۰ تنه کیدل د ولسوالۍ مختلفو برخو ته انتقال شوې او د مالي کمېټې له لوري ورته درې زره او ۶۰۰ افغاني کرایه هم ورکول شوه.
نیمــــــروز
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په نیمروز کې د ورېښمو له لارې ۲۷ کورنۍ، چې د افرادو شمیر یې ۹۷ تنه کیږي او یو زر او ۷۰۶ تنه مجردین را ستانه شوي چې د مسولانو له لوري ثبت شوي دي، چې د کورنیو له ډلې ۱۶ کورنۍ چې افرادو شمیر یې ۶۴ تنه کیږي او د مجردینو له ډلې ۱۱۱ تنه د نغدي او غیر نغدي مرستو په خاطر (آی او اېم) ته معرفي شوي دي.
هــــــــــــرات
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
نن په هرات کې د اسلام کلا په بندر کې ۱۴ کورنۍ او ۲۹ تنه چې ثبت او راجستر کړې او د مراحلو له طی کولو وروسته مالي دفتر ته معرفي شول.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
نن په اسلام کلا بندر کې د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ مسولينو له لوري ۲۰ عدده سیمکارټونه پر کډوالو ووېشل شول.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

