په افغانستان کې د ایران سفارت دمرستیال په مشرۍ ۷ کسیزه پلاوي، دپوهنې وزارت له سرپرست مولوي حبیب الله اغا سره لیدنه کړې.
د پوهنې سرپرست وزیر د ایران سفارت پلاوي ته ښه راغلاست ویلی د یادې کتنې پر مهال دواړو لورو د دوه اړخیزه همکاریو پر دوام، په ایران هېواد کې د افغان کډوالو ماشومانو د ښوونیز حالت په څرنګوالي، د پوهنې په برخه کې د دوه اړخیزه تجربو په شریکولو، د رښتني ګاونډیتوب او د دوه اړخیزو مشترکو ګټو پر پاللو هوډ څرګند کړی.
مولوي حبیب الله اغا یاد پلاوي ته په ایران هېواد کې د افغان کډوالو ماشومانو د ښوونیز حالت پر ښه والي، د هغوی لپاره د متوازنو ښوونیزو اسانتیاوو د برابرولو او د یو لړ نورو مهمو موضوعاتو پر عملي کولو ټینګار کړی.
د ایران سفارت مرستیال ویلي؛ اوسمهال په ایران هېواد کې شاوخوا ٤٠ زره افغان کډوال زده کړیالان او زده کوونکي د یاد هېواد په بېلابېلو ښوونیزو بنسټونو کې پر زده کړو بوخت دي، چې ټولو ته یې اړینې ښوونیزې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
دغه راز نوموړي د پوهنې وزارت د سرپرست سپارښتنو ته هر کلی ویلی او ژمنه یې کړې، چې د افغان کډوالو ماشومانو په تړاو د یادو وړاندیزونو او سپارښتنو په عملي کولو کې به جدي هلې ځلې وکړي، چې له دې سره به د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو لپاره یو نوی فصل پرانیستل شي.

