د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث وشو.
دغې ناستې ته له افغان ګاز تصدي څخه د برېښنا د تولید لپاره د طبیعي ګازو د ترلاسه کولو په تړاو د سپین زر خصوصي شرکت طرحه وړاندې شوې وه.
یاده طرحه تر هر اړخیز بحث وروسته اوبو او انرژۍ، کانونو او پټرولیم وزارتونو، د افغانستان برېښنا شرکت، د افغان ګاز تصدۍ او سپين زر خصوصي شرکت له استازو څخه جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې په دغه برخه کې د پانګونې یوه هر اړخیزه طرحه جوړه کړي، څو یې تر بیاځلې ارزونې وروسته اقتصادي کمېسیون ته واستوي.
همدارنګه د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې په یاده نوبتي غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملي ارشیف د عوایدو زیاتوالي طرحه د دغه کمېټې له لوري د راغلو تغییراتو په پام کې نیولو سره په پرنسیپ کې تایید شوه او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته دنده وسپارل شوه، څو یې د منظورۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته ولېږي.

