په دې کتنه کې، چې د اقتصاد وزارت سرپرست او د مرستو د جلب او جذب کمېټې ریيس قاري دين محمد حنيف او د يادې کمېټې غړو شتون درلود، د دې کمېټې د فعاليتونو او کړنو په اړه د رياست الوزرا اداري معاونیت ته معلومات ورکړي.
د يادې کمېټې غړو ویلي، په منظم ډول او له نورو کمېټو سره په همغږۍ د مرستو د جلب او جذب چارې پر مخ وړي، ترڅو دغه مرستې په مناسب وخت راستنېدونکو هېوادوالو ته ورسېږي.
مولوي عبدالسلام حنفي د مرستو جلب او جذب کمېټې د راپور تر اورېدو وروسته ویلي، په اوسنیو شرایطو کې د سړو او ژمي موسم تر رارسېدو وړاندې ټول هېوادوال اسلامي او ملي مسوليت لري، چې تر خپلې وسې له کډوالو سره همکاري وکړي او په دې برخه کې خپله هڅه او زيار وباسي.
نوموړي زياته کړې، ټولې کمېټې او په ځانګړي ډول د مرستو د جلب او جذب کمېټه دې خپله ټوله هڅه وکړي.
همداراز په ناسته کې د مرستو د نظم او انسجام په اړه هم بحث شوی.

