د افغانستان بانک د سرپرست رییس هدایت الله بدري په مشرۍ یو پلاوی د اسلامي مالي موسسو د محاسبې او تفتیش ادارې (AAOIFI) او د اسلامي پراختیایي بانک په کلني کنفرانس کې د ګډون په موخه بحرین هېواد ته په یو رسمي سفر ولاړل.
د دې کنفرانس موخه د اسلامي بانکوالۍ په برخه کې د غړو هېوادونو له لوري د نوو پرمختګونو شریکول، د اسلامي بانکوالۍ پراختیا، د مرکزي بانکونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او په دې برخه کې د اسلامي هېوادونو له تجربو څخه ګټه اخیستل دي.
په دې کنفرانس کې به د مرکزي بانکونو پر استازو سربېره، د اسلامي مالي موسسو استازي او د غړو هېوادونو د اسلامي بانکونو د شرعي بورډ اعضاء ګډون کوي.
په کنفرانس کې د افغانستان په استازیتوب د افغانستان بانک د سرپرست رییس هدایت الله بدري، د ریاست د دفتر لوی امر صدیق الله خالد او د اسلامي بانکوالۍ لوی امر محمد یوسف سلیم د ګډون او د نظرونو شریکولو په موخه یاد هېواد ته ولاړل.
تر دې مخکې د روان میلادي کال د مۍ د میاشتې په ۷ نېټه د اسلامي مالي موسسو د محاسبې او تفتیش ادارې په کلنۍ غونډه کې د افغانستان بانک او د یادې ادارې ترمنځ يو هوکړه ليک لاسليک شوی و.
د دې هوکړه ليک موخه د اسلامي بانکوالۍ پراختيا او د اړوندو چارو تمويل، د کاري وړتیاوو لوړول او د ښوونيزو پروګرامونو او پوهاوي په برخو کې د دواړو خواوو ترمنځ همکاري رامنځته کول و.
د اسلامي مالي موسسو د محاسبې او تفتیش اداره د ۱۹۹۱ کال د فبرورۍ په ۲۶ نېټه د اسلامي مالي موسسو ترمنځ د همکاریو په موخه په بحرین کې جوړه شوې ده او دا مهال تر 100 زیات غړي لري.
د دې ادارې لید لوری د اسلامي مالي بازارونو د عملیاتو لارښوونه، د شریعت د اصولو او قواعدو پر بنسټ مالي راپور ورکوَنه او په اسلامي مالي بازارونو کې د داسې معیارونو برابرول دي، چې د صنعت ودې ته لاره هواروي.

