د صهیونیستي رژیم او حماس تر منځ د بندیانو د تبادلې په پینځم پړاو کې ۳۰ فلسطینیان، چې ۱۵ ښځې او ۱۵ ماشومان دي د اسرائیلو له زندانونو ازاد شوي.
په بدل کې حماس هم ۱۲ اسرائیلیان چې ۹ ښځې، یو ماشوم او دوه ټایلنډیان پکې شامل دي، ازاد کړي دي.
د حماس او صهیونیستي رژیم تر منځ د اوربند او شوې هوکړې له مخې دا د بندیانو د تبادلې پینځم پړاو دی.
د پرون سېشنبې ورځې له تبادلې سره تر دې دمه د حماس له لوري ۸۱ اسرائیلیان ازاد شوي.
دغهراز د صهیونیستي رژیم له لوري بیا ۱۸۰ فلسطینیان ازاد شوي دي.
د حماس او اسرائیلو تر منځ په پیل کې په څلور ورځني اوربند هوکړه شوې وه، چې دوې ورځې نور هم وغځېد.
د بندیانو د تبادلې جریان دواړه لوري د اوربند غځولو ته هیلهمند کړي او ښايي پینځه ورځې نور هم اوږد شي.

