ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون د کمېټو ورځنی کاري راپور

د راستنېدونکو مهاجرينو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د کمېټو ورځنی کاري راپور

ورځ: سه شنبه

نېټه: ۱۴/۵/۱۴۴۵ ھ ق، مطابق ۷/۹/۱۴۰۲ ھ ش

تورخـــم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

  • نن په تورخم کې د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټې له لوري (۱۰۹) کورنۍ او (۴۵۴) تنه ثبت او بایومټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

  • نن (۴۶) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۲۷۵) تنه کیږي ننګرهار، لغمان، کونړ او کابل ولایتونو ته انتقال او یادو کورنیو ته (۹۵۰۰) افغانۍ د کرایې لپاره ورکول شوي دي.

د مؤقت میشت کولو کمېټه:

  • نن (۴۰) راستنې شوې مهاجرې کورنۍ په عمري کمپ کې په مؤقت ډول ځای پر ځای کړل شوې.
  • نن په عمري کمپ کې (۳۰) خېمې او (۸) تشنابونه د نقشې مطابق نصب شول او (۱۰۸) ټانکیو کې اوبه واچول شوې.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

  • په عمري کمپ کې د خـدماتي کمـېـټي له‌خـوا (۷۵۰۰) تنه مهاجرینو ته ډوډی او تصفيه شوې اوبه په‌خپل وخت سره توزیع شوي.
  • د مختلفو خيريه بنسټونو له‌خوا مرسته شوې (۷۵۰) کمپلې، (۴۵۰) بستې معدني اوبه او (۷۵۰) څادرونه، بوټونه او کوټونه، (۴۵۰) بستې خوارکي توکي او همدارنګه (۱۴۰۰۰۰) ليټره اوبه رسول شوي دي.
  • د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له‌خوا راستانه شویو مهاجرینو ته (۵۵۲) عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.

د مهاجرینو لپاره د کار موندنې کمیټه:

  • د مهاجرینو لپاره د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې (۸) تنه د بکلوریا سند لرونکي، (۲) حافظان، (۳۱۴) غریبکار او (۸۹) تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول (۴۱۳) تنه کیږي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

  • د عمري کمپ په بېلابېلو برخو او فرضي کرښه کې له راستنېدونکو سره ناستې وشوې او ورته د مراحلو طی کولو په اړه معلومات ورکول شول.
  • پر ډیورنډ فرضي کرښه اوښتونکو کسانو ته پوهاوی ورکړل شو، چې د مهاجرینو په نوم امتیازات ترلاسه نه کړي، که څوک ونیول شي قانوني چلند به ورسره وشي.
  • د ای، او، اېم دفتر سره په هماهنګۍ پر مهاجرینو د مهاجرت سلګونه پاڼې ووېشل شوې.
  • (۶) ورک ماشومان خپلو کورنيو ته او له شلو زیاتې ورک اسنادونه او د تابعیت تذکرې هم خپلو مالکانو ته سپارل شوي دي.

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:

  • د سپین بولدک په سیمه کې (۳۱۲) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۱۶۹۰) تنه کیږي، ثبت او د کورنیو چارو وزارت له لوري بایومټریک شوې.
    له دې جملې (۲۴۱) کورنۍ چې (۱۲۸۲) افراده کېدل، د لازمو مرستو په موخه (آی، او اېم) ته او (۷۱) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۴۰۸) تنه کيده، د (یو ان اېچ سي آر) سلېپونه او د (وي آر پي) کارټونه یې له ځانه سره لرل، (یو ان اېچ سي آر) سازمان ته معرفي شوې.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

  • له بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه (۱۰۴) کورنۍ چې د افرادو شمېر یې (۸۳۹) تنه کیږي کابل، هرات او کندهار ولایتونو ته ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته (۱۲۹۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

  • نن پر ډیورنډ فرضي کرښه په سپین بولدک کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له‌خوا له (۳۳۳) کورنیو سره مرسته وشوه او هرې کورنۍ ته (۱۰۰۰۰) افغانۍ ورکول شوې.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

  • نن په عمري او ښوراندام کمپونو کې (۵۴۰۰) تنه مهاجرینو ته ډوډۍ ورکول شوې او (۷۰۰۰۰) لیټره اوبه هم رسول شوي.
  • نن د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت، د میرویس نیکه روغتون، د سرې میاشتې ټولنې، هېلټ نېټ مؤسسې او د باران صحي ټیمونو له‌‌خوا (۲۷۶) تنه ناروغان تداوي شوي؛ (۲۴۸۰) تنو ته بیلابیل واکسیونونه تطبیق شوي او د (۱۲۷۹) کسانو سکرینینګ شوی.
  • نن د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له لوري پر راستانه شویو مهاجرینو (۷۹۰) عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.

پکتیکا (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

  • نن د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه له لوري د پکتیکا اړوند د انګور اډې په سیمه کې (۳) مهاجرې کورنۍ ثبت شوې.

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

  • نن د انګور اډې څخه کمپ ته او له هغه ځایه خپلو سیمو ته (۳) کورنۍ انتقال شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

  • د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن (۳) کورنیو سره لس-لس زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او صحي چارو کمېټه:

  • د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ملي دفاع وزارت او د روغتیايي ټیمونو له‌‌خوا انګور اډه کې (۸۲) تنو ته روغتیايي خدماتو وړاندې شوي.
  • نن په انګور اډه (۸۳) تنه مهاجرینو او د کمېټو غړو ته د سهار، غرمې او ماښام ډوډۍ ورکړل شوه.
  • د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له لوري پر راستانه شویو مهاجرینو (۱۴) عدده سیمکارټونه ویشل شوي دي.

زابــــــــل (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

  • نن د زابل په شملزو ولسوالۍ کې (۴) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۱۹) تنه کیږي، هیواد راستنې شوې، چې د مسئولينو له لوري ثبت او راجسټر شوي دي.

د ټرانسپورت او انتقال کمیټه:

  • نن د ټرانسپورټ او انتقال کمېټې له لوري (۳) کورنۍ چې د افرادو شمیر یې (۱۲) تنه کیده، خپلو ولسوالیو او کلیو ته انتقال شوې او یادو کورنیو ته (۴۵۰۰) کرایه هم ورکول شوه.

د مالي د تنظیم کمېټه:

  • د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په زابل کې له (۴) کورنیو سره لس-لس زره افغاني مرسته وشوه.

د خدماتو او صحي چارو د تنظیم کمېټه:

  • د خدماتو او روغتیايي چارو د تنظیم کمېټې له لوري (۴) کورنیو ته د روغتیا او خوړو په برخه کې رسیدنه شوې ده او ورته د اوسیدو ځای برابر شوی دی.
  • د سرې میاشتې ټولنې له لوري هم هرې کورنۍ سره (۲۳) قلمه د خوراکي، غیر خوراکي او البسې مرسته وشوه.

نیمـــــــــــــــــــرزو

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

  • نن په نیمروز کې د ورېښمو له لارې (۴۸) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۱۸۶) تنه کیږي، هیواد راستنې شوې، چې د مسئولانو له لوري ثبت او بایومټریک شوې.
    په همدې ډول په تېرو ۲۴ ساعتونو کې (۲۵۶۲) تنه مجردین هم ثبت شوي چې له دې ډلې (۲۹۸) تنه د مرستو په موخه آی او اېم سازمان ته معرفي شوي دي.

د مؤقت میشت کولو کمېټه:

  • په نیمروز کې نن سه شنبه (۲۹) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۱۱۷) تنه کیږي، د مهاجرینو په لنډمهاله کمپ کې ځای پر ځای او د اوسیدنې ټول امکانات ورته برابر کړل شول او د آی او اېم سازمان ته د مرستو په موخه معرفي شوې.

هـــــــــــــــــــرات

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

  • نن په هرات کې د اسلام کلا بندر له لارې (۶۳) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۱۲۷) تنه کیږي، هیواد راستنې شوې، چې د مسئولانو له لوري ثبت او بایومټریک شوې.

د مالي‌ چارو کمېټه:

  • نن په هرات کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري (۴۳) کورنیو ته لس-لس زره افغانۍ مرسته وشوه.

کـــــــــــــــــــابل


د مرستو د جلب او جذب کمېټه:

*د جلب او جذب کمېټې مشر او د اقتصادی وزارت سرپرست محترم قاري دین محمد حنیف کابل کې د الغرافه مؤسسې له رئیس او ورسره مل پلاوي سره کتنه کې له افغان مهاجرینو سره د یادې موسسې (۱۰۰) زره ډالره نغدي مرسته تر لاسه او د مهاجرینو د مالي چارو کمېټې رئیس ته تسلیم کړه، د نورو مرستو ژمنه هم وشوه.

د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:

  • په کابل کې د ټرانسپورت او انتقال کمېټې د رهبرۍ او غړو ترمنځ ناسته کې د دې کمېټې د تېرو فعالیتونو ارزونه وشوه او د راستانه شویو مهاجرینو د انتقال په برخه کې د لازیاتو اسانتیاوو پر برابرولو بحث او ټینګار وشو.

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء