د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي له ملي تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې ډهلي کې د افغان سفارت د بیا پرانیستو په موخه د اسلامي امارت په لارښوونه د حیدراباد او ممبی قونسلګریو کارکوونکي د ډهلي سفارت ته ورغلي او ډېر ژر به خپل فعالیت بېرته په عادي توګه پیل کړي.
ښاغلي ستانکزي له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د افغانستان څوکۍ دې اسلامي امارت ته وسپاري.
دغهراز د افغانستان په تړاو جوړېدونکو غونډو ته دې د اسلامي امارت استازي ور وبلل شي.
شیرمحمد عباس ستانکزی ټینګار کوي، چې اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو په ځانګړي ډول له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.
د نوموړي په وینا؛ د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان کړنې د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنوي.
ښاغلي ستانکزی وايي، چې اسلامي امارت پخپل بهرني سیاست کې ګڼې لاسته راوړنې لري او په دېری هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه او قونسلګرۍ فعاله دي.
دغهراز کابل کې هم د ۲۰ هېوادونو سفارتونه فعاله او ډیپلوماټیکې چارې مخته وړي.