هندي چارواکو او رسنیو د هغو ۴۱ کارګرانو د ژوندي او روغ رمټ ژغورلو خبر ورکړی، چې ۱۷ ورځې وړاندې د دغه هېواد په شمال اتراکنډ کې د کار پر مهال په یو تونل کې د ځمکې ښوېيدو له امله بند پاتې وو.
دغه ۴۱ کارکوونکو د یو معدن په تونل کې یې کار کوو، چې د عقرب په ۲۱ نېټه د غر ښووېدنې له امله په یاد تونل کې بند پاتي شو.
په دغې بند پاتې ورځو کې کارکوونکو ته د یو کوچني پایپ له لارې خواړه، اوبه او اکسیجن رسول کیده.
چارواکو ویلي، چې د ژغورنې دغه عملیات د پېښې په سیمه کې د سختو پېچلتیاوو او بند پاتې کسانو ته د لا ډېر خطر له متوجه کېدو څخه د مخنیوي لپاره ټکني شول، خو عملیات یې په بریالي ډول ترسره او ټول ۴۱ بند پاتې کسان یې سلامت ژغورلي دي.
د اترکنډ ایالت په یوه تونل کې دغه ایسار کارکوونکي د یوه داسې پایپ له لارې راویستل شوي، چې ۹۰ سانتي متره سور یې درلود او د خاورو له منځه تونل ته غځول شوی و.
مرسته کوونکي په دې توانیدلي، چې پایپ هغه ځای ته ورسوي چیرې چې کارګر بند پاتي وو.
بند پاتې ۴۱ کارکوونکو څخه یو تن هم ټپي شوی نه دی، خو له ژغورنې وروسته د طبي معایناتو لپاره روغتون ته وړل شوي دي.
د هند ولسمشرې دروپادي میورمیو پر ایکس پاڼه لیکلي: ”خوښه شوم او د ارام ساه مې واخیسته چې د اتر کنډ ایالت په تونل کې ټول ایسار کسان وژغورل شول. ”
نوموړې د ژغورل شوو کسانو لپاره هڅې د انساني مقاومت بېلګه یاده کړې.
میورمیو د یادو کارکوونکو د هڅو او کړنو ستاینه کړې او ویلي يي دي؛ له کورونو لېرې د مهمو تاسیساتو په ودانیزو چارو کې د دوی د کار او زیار احسان من یو.
چارواکو ویلي، چې د ژغورنې دغه عملیات د پېښې په سیمه کې د سختو پېچلتیاوو او بند پاتې کسانو ته د لا ډېر خطر له متوجه کېدو څخه د مخنیوي لپاره ټکني شول، خو عملیات یې په بریالي ډول ترسره او ټول ۴۱ بند پاتې کسان یې سلامت ژغورلي دي.

