د چارو ادارې لوی ریاست مالي او اداري مرستيال مولوي محمد صابر معتصم باالله د قراردادونو د تصفیې او تفکیک کمیټې غونډه کې ویلي؛ هغه پروژې او قراردادونه چې په قانوني توګه پلي شوي او موثریت یې د اړوندو ادارو له لوري منل شوی وي، په دې برخه کې به د پلي کوونکو شرکتونو حقوق به ځنډ نشي.
د قراردادونو د تصفیې او تفکیک کمېټې له پینځه ساختماني پروژو، کرایه نیولو او د اداراتو اړتیاوو د تدارکاتو په اړه، خپلې موندنې وړاندې کړې او د کمېټې غړو د یادو پروژو په اړه بحث کړی.
په دې غونډه کې د قرادادونو د تصفیې او تفکیک کمېټې دارالانشا د یادو موندنو په پام کې نیولو سره ځانګړي وړاندیزونه د کمېټې رهبري ته وړاندې کړي او په اړه يې د شریعت د احکامو په رڼا کې لازمې پرېکړې شوي.
د چارو ادارې لوی رياست د قراردادونو د تصفیې او تفکیک کمېټې هغه قراردادونه تفیکيک او تصفیه کوي، چې د اسلامي امارت بیا واکمنېدو وروسته یې تدارکاتي پروسې او د پیسو ورکړه ځنډیلې وه.
غونډه کې پرېکړه شوې، چې د قراردادونو د تصفیې او تفکیک دارالانشا د غړو وړاندیزونه او نظرونه دې د قراردادونو او پروژو په اړه وڅاري او یو هیئت دې د پروژو او اجناسو د هر اړخیزې بررسۍ په موخه وټاکل شي.

