د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د خوړو او درملو ملي ادارې د ډیجیټلي کېدو پروسې د پرانیستې په مراسمو کې ګډون کړی.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د خوړو او درملو خوندیتوب د افغانانو له اصلي اړتیا او د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه بللی او ویلي يي دي، د خوړو او درملو له خوندیتوب پرته هیڅ ټولنه له روغتیایي پلوه خوندي نه وي، متاسفانه په تېر کې له هیڅ پاملرنې او کنټرول پرته کیمیاوي او روغتیا ته مضر مواد د درملو او خوړو په توګه راوړل کېدل.
نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت په پام کې لري، چې د خوړو او درملو ملي ادارې له پیاوړتیا سره له داخلي او راوړل کېدونکو تولیداتو څخه د افغانانو لپاره د خوړو او درملو خوندیتوب تضمین او د ملي او بین المللي معیارونو اړوند جوړ کړي.
مولوي عبدالسلام حنفي همدارنګه د خوړو او درملو په تولید او واردولو کې بوختو تاجرانو او مسولینو څخه غوښتي، چې د دیني او ملي وجیبې په توګه هغه درمل او خواړه چې د خلکو روغتیا زیانمنوي، تولید او وارد نه کړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال د خوړو او درملو ملي ادارې ډیجیټلي کېدل یو مهم ګام بللی او څرګنده کړې یې ده، اسلامي امارت ژمن دی، چې هېوادوالو ته د اسانتیاوو برابرولو، د کاغذ پرانۍ د ختمولو او د روڼتیا د رامنځته کولو لپاره ټولې امارتي ادارې ډیجیټلي کړي.
مولوي عبدالسلام حنفي له ګاونډیو هېوادونو څخه د رااېستل شویو کډوالو په اړه ویلي، تراوسه پورې تخمیناً له ۴۳۰ زره زیات کسان د ټولو بین المللي نورمونو برخلاف په اجباري توګه رااېستل شوي، اسلامي امارت د هغوی د ستونزو د حل لپاره کمېسیون جوړ کړی او یاد کمېسیون د راستنېدونکو کډوالو بېلابېلو ستونزو ته د رسېدنې لپاره ۱۲ ګونې کمېټې جوړې کړي او هره کمېټه د خپل واک په محدوده کې خپلې دندې په مختلفو نقاطو او بندرونو کې په ښه توګه ترسره کوي.
د نوموړي په وینا؛ اسلامي امارت صنعتکارو هېوادوالو او تاجرانو ته چې غواړي هېواد ته راستانه شي لازمې اسانتیاوې برابروي.
د فابریکو د وسایلو، تاسیساتو او همدارنګه د استفادې وړ نقلیه وسایطو لېږد له ګمرکي تعرفې څخه معاف دی، هغوی ته په صنعتي پارکونو کې ځمکه وېشل کېږي او راستنېدونکو ماشومانوته د ښوونې او روزنې زمینه برابرېږي.
مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې د ژمي رارسېدو ته په پام په هېواد او بهر کې له اوسېدونکو افغانانو څخه غوښتي، څه یې چې په وس کې دي له راستنېدونکو هېوادوالو سره دې مرسته وکړي، ترڅو د هغوی ستونزې کمې شي.

