ورځ: چهارشنـــبه
نېټه: ۱۵/۵/۱۴۴۵ھ ق، مطابق:۱۴۰۲/۹/۸ ھ ش
تورخم
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
ډیورنډ فرضي کرښه د تورخم په سیمه کې ۱۵۴ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۷۸۱ تنه کېده، ثبت او بایومټریک شوې؛ له دې ډلې ۳۸ کورنۍ (یو ان اېچ سي آر) ته او ۱۱۴ کورنۍ (آی او اېم) ته د مرستو په موخه معرفي شوې.
مؤقت مېشت کولو کمېټه:
نن په عمري کمپ کې ۳۵ کورنۍ ځای پر ځای کړل شوې.
په عمري کمپ کې د نقشې مطابق ۳۰ بابه خېمې او اته تشنابونه نصب شول او د اته ټانکرونو په واسطه ۱۳۰ ټانکیو کې اوبه واچول شوې.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
نن په عمري کمپ کې د مالي چارو کمېټې له لوري ۱۲۵ کورنیو سره لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
د خدماتي کمېټې له لوري په عمري کمپ کې اوه زره او ۵۰۰ تنه راستانه شویو کډوالو ته ډوډۍ او تصفیه شوې اوبه ووېشل شوې او د مختلفو بنسټونو له لوري مرسته شوې ۷۵۰ کمپلې، ۴۵۰ بستې معدني اوبه، ۵۰۰ البسه او ۴۵۰ خوارکي مواد پر کډوالو ووېشل شول او په کمپ کې ۱۳۵ زره لیټره اوبه هم تیارې کړل شوې.
د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ مسئولينو لهخوا کډوالو ته ۵۲۱ عدده سیمکارتونه ویشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
کډوالو سره ناستې وشوې، د پروسې د مراحلو د طی کولو په اړه معلومات ورکول شول او له کرښې څخه اوښتونکي خلک وپوهول شول چې د کډوالو په نوم امتیازات تر لاسه نه کړي او له متخلفینو سره به قانوني چلند وشي.
له آی او اېم سره په هماهنګۍ کې پر کډوالو د کډوالۍ ۵۰ پاڼې ووېشل شوې.
شپږ ورک ماشومان او شل ورک اسناد خپلو مالکانو ته تسلیم کړل شول.
د کډوالو لپاره د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې نن ۱۵ تنه د بکلوریا سند لرونکي، څلور تنه د فوق بکلوریا سند لرونکي، یو تن د لیسانس سند لرونکی، ۱۸۶ تنه حرفهيي او مسلکي کسان او ۳۱۳ تنه غریبکار ثبت کړي دي، چې ټولټال ۵۱۹ تنه کیږي.
اووه ماشومان په کمپ او ولایتونو کې له خپلو کورنیو سره یوځای کړل شول او ۱۶۸ کورنیو ته د چاودیدونکو توکو، نظافت او ماشوم ساتنې په اړه پوهاوی ورکول شو او د سلامتیا په موخه یې ورته تفریحي پروګرامونه برابر کړل شول.
سپین بولدک
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
پر ډیورنډ فرضي کرښه د سپین بولدک په سیمه کې ۲۰۶ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې یو زر او ۹۵ تنه کېدل، ثبت او بایومټریک شوې، چې له دې ډلې ۱۵۹ کورنۍ چې ۸۵۷ تنه کیږي (آی او اېم) سازمان ته د مرستو په موخه وروپیژندل شوې.
۴۷ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۲۳۸ تنه کیږي او د (وي آر پي) سلیپونه او د (یو ان اېچ سي آر) کارټونه یې له ځان سره لرل، د (یو ان اېچ سي آر) سازمان ته معرفي شوې.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
له بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه ۱۰۷ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۶۹۹ تنه کیږي، کابل، هرات او کندهار ولایتونو ته انتقال شوي او یادو کورنیو ته ۱۰۴ زره افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
نن په سپین بولدک کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري ۲۰۳ راستنو شویو کورنیو سره مرسته شوې او هرې کورنۍ ته ۱۰ زره افغانۍ ورکول شوي دي.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
د سپین بولدک، تخته پل او ښوراندام کمپونو کې څلور زره او ۵۰۰ تنه کډوالو ته د غرمې او ماښام ډوډۍ ورکول شوې.
د روغتیايي ټیمونو له لوري ۲۲۳ تنه ناروغان تداوي شوي، د نهه زره ۳۴۱ تنو سکریننګ شوی او دوه زره ۳۶۸ تنو ته واکسین تطبیق شوی.
۷۰ زره لیټره پاکې اوبه کمپ ته رسول شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
لسګونه راستانه شویو کډوالو ته عامه پوهاوی ورکول شو، کډوالو ته د غازي عبدالله خان او باران په کمپونو کې د صبر او زغم ویناوې وشوې.
له رسنیو سره هم د راپورونو په جوړولو کې همکاري شوې ده.
پکتیکا
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
نن د پکتیکا اړوند په انګور اډه کې دوه کورنۍ ثبت شوې.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
نن له انګور اډې څخه دوه کورنۍ خپلو ولسوالیو او کلیو ته انتقال شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې د مسئولینو له لوري دوه کورنیو ته لس-لس زره افغان ورکول شوي.
د خدماتو او صحي چارو د تنظیم کمېټه:
د خدماتو او روغتیايي چارو د تنظیم کمېټې له لوري ۳۹ تنه ناروغان تداوي شوي دي او څلور تنو ته واکسین تطبیق شوی دی.
د خدماتو کمېټې له لوري ۸۹ تنو ته ډوډۍ ورکول شوې ده او په همدې ډول د شپې تېرولو لپاره هم ورته ترتیبات نیول شوي دي.
په ښرنه کې ۳۵ تنه کډوالو ته ډوډۍ ورکول شوه.
زابــــل
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ په زنځیر سیمه کې پینځه کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۲۶ تنه کیږي ثبت او بایومتریک کړې.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ له زنځیر سیمې څخه پینځه کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۲۵ تنه کیده، بېلابېلو ولسوالیو ته انتقال کړل شوې او په همدې ډول څلور زره او ۹۰۰ کرایه هم ورکول شوه.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د زابل ولایت په شملزو په زنځیر سیمه کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري پینځه کورنیو سره لس-لس زره افغانۍ مرسته وشوه.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
نن په زابل کې د خدماتو کمېټې له لوري ۷۲ تنو ته ډوډۍ ورکول شوه.
د سرې میاشتې ټولنې له لوري له پینځه کورنیو سره ۲۳ قلمه غیر خوراکي توکي او ژمنۍ جامې مرسته وشوه.
نیمــــــــــروز
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
په نیمروز کې د ورېښمو له لارې ۵۳ کورنۍ چې ۲۲۵ تنه کیږي، هیواد ته راستانه او د مسئولينو له لوري ثبت شول او د آی او اېم سازمان له لوري ورسره نغدي او غیر نغدي مرسته وشوه.
په همدې توګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دوه زره او ۹۲ تنه مجردین هم هېواد راستانه شوي، چې ۲۵۵ تنه د مرستو لپاره (آی او اېم) سازمان ته معرفي شوي دي.
د مؤقت مېشت کولو کمېټه:
په نیمروز کې ۳۶ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۱۳۷ تنه کیږي، د کډوالو په لنډمهاله کمپ کې مېشت کړل شوې او د اوسېدنې ټول امکانات ورته برابر شول.
هـــــــــرات
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
په اسلام کلا بندر کې ۳۶ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۸۹ تنه کیږي ثبت او بایومتریک شوې.
د مالي چارو کمېته:
د هرات په اسلام کلا بندر کې له ۳۰ کورنیو سره لس-لس زره افغانۍ مرسته وشوه.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

