د نیمروزو ولایت په زرنج ښار کې د ۱۵۰ زره امريکايې ډالرو په ارزښت رخشآرا د شامپو جوړولو فابریکه د ځايي مسولینو او پانګوالو په شتون کې پرانیستل شوه.
د یاد ولایت د صنعت او سوداګري رییس ملا فاضل محمد فضلي د دې ډول فابریکو پرانېستل د هېواد د اقتصادي پرمختګ او ځان بساينې په برخه کې اغېزمن بللي او ویلي یې دي، چې موږ تل د داخلي توليداتو ملاتړ کوو.
نوموړي له پانګوالو غوښتي، تر څو د صنعتی تولیداتو په بېلا بېلو سکټورنو کې پانګونه وکړي.
یاده فابریکه به هره ورځ شاوخوا ۵ ټنه شامپو توليدوي او ۳۰ مسلکي او غيرې مسلکي کسانو ته به د کار زمینه پکې برابره شي.

