ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي نړۍ د علماوو اتحادیې پلاوی له ښاغلي متقي سره په لیدنه کې؛ د اسلامي نړۍ علما د اسلامي امارت ملاتړ کوي

د اسلامي نړۍ د علماوو اتحادیې له لوړ پوړي پلاوي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه وکړه.

په پیل کې مولوي امیرخان متقي هغوی ته د هرکلي تر څنګ د اسلامي امارت له بریا مخکې او وروسته د یادو علماوو او قطر هېواد له موقف او همکاریو ځانګړې مننه کړې.

نوموړي ویلي، چې فلسطین کې روان وضعیت، شهادتونو، هجرتونو او قربانیو سخت دردولي یو، خو د کامیابیو مقدمه تل همداسې قربانۍ وي.

دغه‌راز د فلسطین د مظلوم ولس په حق کې تاسې ډېره اغېزمنه مبارزه وکړه، چې د ستاینې وړ ده.

د بهرنیو چارو وزیر د فلسطین په قضیه کي د قطر هیواد مثبت او معقول رول ستایلی.

ښاغلي متقي د افغانستان په اړه ویلي، چې دلته کامل امن دی، ورځ تر بلې د سیاسي او اقتصادي پرمختګونو شاهدان یو.

نوموړي زیاته کړې؛ د خوښۍ ځای دی چې په لومړي ځل افغانستان په بېلا بېلو ډګرونو کي را پورته کېږي او اوس د تیلو تولیدوونکو هیوادونو په لیست کې هم راغی.

د اسلامي نړۍ د علماوو اتحاديي عمومي منشي دکتور علي قره داغي د اسلامي امارت له ښه استقبال او اکرام څخه مننه کړې او د بهرنیو چارو وزیر ته یې د حماس ګوند مشر اسمعیل هنیة او قطر د لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني ځانګړي سلامونه رسولي دي.

نوموړي ویلي، چې د فلسطین قضیه د ټول امت قضیه ده او مسئولیت یې د نړۍ ټولو مسلمانانو ته ورګرځي.

د مرکز تکوین العلماء رییس محمد الحسن الددو، د الهیئة العالمیة لأنصار النبي مشر د. محمد الصغیر، مشهور مؤرخ د. محمد علي صلابي، د فلسطین د علماوو ټولنې مشر د. نواف تکروري په خپل وار سره ویلي، چې د اسلامي نړۍ علماء ستاسې تر شا ولاړ دي او همدا یې مسئولیت دی.

دغه‌راز نړۍ ستاسې تجربو ته اړتیا لري او پر امت لازمه ده، چې ستاسې ملاتړ وکړي.

دوی زیاته کړې؛ په کار دی چې د اشغالګرو په وړاندې ستاسې د فاتحینو تاریخونه ولیکل شي.

د یادو علماوو په وینا؛ افغانستان کې وروستۍ زلزلې او پاکستان څخه د مهاجرينو جبري اخراج یو امتحان دی او باور لرو چې تاسې به په ښه توګه پکې بریا ومومئ.

په پای کې متقي صاحب له زلزله ځپلو او راستنیدونکو مهاجرینو سره د دوی او قطر هېواد له مرستو مننه کړې او غوښتنه یې ترې کړې، تر څو د افغانستان واقعي تصویر د نړۍ تر ولسونو ورسوي.