د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، د کابينې يو شمېر غړو او د افغانستان اسلامي امارت مسولینو په ملتیا د ملي دفاع وزارت د ځانګړو ځواکونو فراغت غونډه کې ګډون او وينا وکړه.
په دې مراسمو کې لومړی د رياست الوزرا اداري مرستيال د کومانډو او ځانګړو ځواکونو د ښوونې او روزنې لپاره د ملي دفاع وزارت پلاوي او د ځانګړو ځواکونو قومندانۍ هڅې ستايلې او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت رهبري پر دغو زړورو ځواکونو وياړي او نور هېڅوک نشي کولی اسلامي نظام، ځمکنۍ بشپړتيا او د هيواد ملي ګټو ته په سپکه سترګه وګوري.
نوموړي زياته کړې، د افغانستان زرګونه عالمانو، د قرآن شريف حافظانو او زړورو ځوانانو د وطن د دفاع او اسلامي نظام لپاره ځانونه قربان کړل، ترڅو دغه ازادي رامنځته او په هيواد کې اسلامي نظام حاکم شي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال د ځانګړو ځواکونو فارغانو ته په خطاب کې ویلي؛ تاسې د اسلامي امارت کومانډو به د نورو امنیتي ځواکونو ترڅنګ د کورنیو او بهرنیو دښمنانو پر وړاندې، چې اسلامي نظام او د افغانستان ملي حاکميت ته په سپکه سترګه ګوري، په ټول توان دفاع وکړئ.
د ښاغلي حنفي په وینا؛ اوس د اسلامي امارت ټول ځواکونه د اسلامي نظام حاکميت، د هيواد ابادۍ او پرمختګ، د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا ساتلو او د هغو ميندو د درد او ځور کمولو لپاره، چې خپل اولادونه يې د دې نظام د حاکمیت لپاره قربان کړي، په هر حال کې د يو واحد جسد په توګه خدمت ته تيار دي.
دغهراز د افغانستان ټول خلک که څوک د اسلامي امارت په صفوفو کې وو او که څوک په مقابل لوري کې وو، د کلونو په اوږدو کې واقعا ځور وليد، نو په همدې اساس لازمه ده، چې ټول مجاهدین خپل صفوف متحد او متفق کړي او د دې هيواد د هر فرد د ستونزو رفع کولو لپاره تل هڅه او له هغوی سره نيک چلند وکړي.

