ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بلال کریمي چین کې د اسلامي امارت د رسمي سفیر په توګه ومنل شو

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وایي، چې مولوي اسد الله “بلال کریمي” د ۲۰۲۳ میلادي کال د نومبر میاشتې په ۲۴ نیټه د چین پلازمینې بیجینګ ته ورسید او په چین کې یې د اسلامي امارت د لوی سفارت د سرپرست دیپلوماتانو او کارکونکو ترڅنګ یې د افغانستان لپاره د چین د ولسي جمهوریت د بهرنيو چارو د وزارت د ځانګړي استازي یوی شاویونګ او مل پلاوي له لوري هرکلی وشو.

بلال کریمي نن د ۲۰۲۳ میلادي کال د ډیسمبر په اوله نیټه د خپلې اعتمادنامې کاپي د چین د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو لوی رییس هونګ لې ته وسپارله.

په دې اړه جوړه شوې ناسته کې ښاغلی هونګ لې د اسلامي امارت سفیر ته ښه راغلاست ووایه او دا یې د چین او افغانستان ترمنځ د روابطو په پراختیا کې مهم ګام وباله.

نوموړي ویلي، چې چین د افغانستان ملي حاکميت او د افغانستان د خلکو پریکړو ته احترام لري او د افغانستان په داخلي امورو کې مداخله نه کوي او نه یې پخوا مداخله کړې ده.

ښاغلي هونګ لې یادونه کړې، چې چین غواړي د يوې لارې او یو کمربند په چوکاټ کې افغانستان سره په اقتصادي او زيربنايي پروژو کې مرسته وکړي.

ښاغلي بلال کريمي ویلي؛ خوښ یم چې د اسلامي امارت د رسمي سفیر او فوق العاده استازي په توګه په چین هیواد کې خپله دنده پيلوم.

نوموړي زیاته کړې، چې د دواړو هیوادونو تر منځ لوړې کچې ته د روابطو پورته کیدل یو مهم فصل دی او د لا قوي کیدو او پراخیدو هیله یې وکړه.

بلال کریمي د خپلو خبرو په لړ کې چينايي لوري ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان له خاورې هيچا ته تهدید نه دی متوجه او په سیمه کې ثبات او امنیت د ټولو په ګټه دی.

همداراز نوموړي د افغانستان په اړه د چین مثبته او د نه مداخلې پالیسي ستایلې او چین یې د افغانستان ښه ګاونډی بللی دی.

ښاغلي کریمي افغانستان کې د چين له لوري د سرمایه ګذارۍ، د زیر بناوو د احیا، د انکشافي پروژو او بیا رغونې په برخو کې د چين رول مهم یاد کړی او په افغانستان کې اوسنی راغلی ثبات یې یو ښه فرصت بللی، چې باید اعظمي استفاده ترې وشي.

ښاغلي هونګ لې هیله څرګنده کړې، چې د اسلامي امارت د رسمي سفیر په راتګ سره د چین او افغانستان ترمنځ دغه مثبتې اړيکې لا پیاوړي او پراخې شي.