ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي امارت په حاکمېدو سره هلمند کې ۷۰ بېلابېلو کارخونو فعالیت پیل کړی

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار اړوند بولان سیمه کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د پنبې یوه کارخونه پرانیستل شوه.

د پرانيستي دغه مراسمو کې هلمند والي مولوي عبدالرحمن کندوزي، مرستیال والي مولوي محمد نبي حماس، د یو شمېر ریاستونو مسولینو او تجارانو برخه اخیستې وه.

د یادې کارخونې مسول حاجي محمد ګل نوریان ویلي؛ د پنبې د تولید دغه فابریکه یې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د پنځو میاشتو په موده کي جوړه شوې، چي پکې په مستقیم او غیر مستقیم ډول به ۲۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د نوموړي په وینا؛ دغه فابریکه په درې جریبه ځمکه کي جوړه شوې، چې په ساعت کي د لس ټنه دانه‌دارې پنبې د پروسیس وړتیا لري.

همداراز د غوړو، کنجاړې او صابون هم تولیدولی شي.

هلمند مرستیال والي ویلي؛ د اسلامي امارت په راتګ سره نه یواځې په هلمند کې، بلکې په ټول هېواد کې صنعت د پراختیاپه حال کې دی او ډېرو سوداګرو د صنعت په برخه کي پانګوني ته مخه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت مسولین تل هڅه کوي، چې ملي سوداګر وهڅوي تر څو د هېواد په ګوټ ګوټ کې په بېلابېلو تولیدي برخو کې پانګونه وکړي تر څو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

د صنعتي پارکونو امر مولوي فضل محمد فضلي ویلي؛ د اسلامي امارت په حاکمېدو سره هلمند ولایت کې ۷۰ بېلا بېلې کارخونې فعاله شوي، چي ۴۹ پکښې یواځي د پنبې د پروسیس فابریکې دي.

د هلمند سوداګرۍ خونې مرستیال عطامحمد اخلاقي ویلي؛ د اسلامي امارت په راتګ سره سوداګرو او پانګوالو ته د کار کولو ښه زمینه برابره شوې ده.

د صنعتکارانو اتحادیې رییس رحمت الله نظري ویلي؛ دې ولایت کې صنعت د پخوا په پرتله ډېره وده کړې ده او په وینا یي موږ صنعتکاران غواړو، چې هلمند ولایت کې سوداګرۍ او صنعتي برخو کې خپل فعالیتونه لا نور هم ګړندي کړو.

نوموړي د اسلامي امارت له مسولینو غوښتي؛ چې بولان سیمه کې صنعتي پارک لپاره ځانګړی صنعتي پارک جوړ شي، تر څو موږ هم دې ولایت کې صنعت ته لا ډېره پراختیا ورکړو.

د کارخونې کارکوونکي ویلي؛ خوشحاله یو چې دې ولایت کې د پنبې کارخونې فعالیت پیل کړی او زیاتوي، چې پخوا بې کاره وو اوس زموږ په ګډون ډېرو کسانو ته همدې کارخونه کې د کار زمینه برابره شوې ده.

د یادوني وړ ده چې هلمند کې دا ۴۹ د پنبې د پروسیس کارخونه ده، چې په فعالیت پیل کوي.