د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني ياد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، هېواد ته د دې پلاوي سفر له اسلامي نړۍ سره د نښلولو ښه وسیله بللې.
خلیفه سراج الدین حقاني ویلي، موږ د فلسطین د مسلمانانو درد احساسوو او د یهودي اشغالګرو د بې عدالتیو له امله ځوریږو.
د نوموړي په وینا؛ د جهاد په برکت له سختیو وروسته د الله تعالی مرسته د نصرت په بڼه راځي، افغانانو د الله تعالی په توکل او د مجاهدینو د بې شمېره سرښندنو په پايله کې خپلواکي ترلاسه کړه.
سرپرست وزیر هیله ښودلې، چې د فلسطینیانو د مقاومت په نتیجه کې به د فلسطین خاوره د اشغالګرو له منګولو ازاده شي.
ښاغلي حقاني زیاته کړې، چې د فلسطین له خلکو سره مرسته به د ټولو افغانانو لپاره ویاړ وي او په وینا يې؛ يرغلګرو سره د افغانانو مبارزې په ډاګه کړه چې جنګ، جګړې په یووالي او د الله تعالی په مرسته ګټل کېدای شي، افغانانو ثابته کړه چې بریدګر هر څومره ځواکمن او مجهز وي، د ايمان پر وړاندې کمزوری او ناکام دی.
سرپرست وزیر ویلي؛ تېرو دوو کلونو کې د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه او د روږدو کسانو درملنه په ښه توګه ترسره شوې، امنيت ډاډمن دی، اقتصادي ثبات او پرمختګ د هرې ورځې په تېرېدو وده کوي او د هېواد د بيارغاونې بهیر په چټکۍ سره دوام لري.
د ياد پلاوي په استازيتوب ډاکټر علي قره داغي هېواد کې د خپلواکۍ ترلاسه کولو په موخه د افغانانو مبارزه د نړۍ مسلمانانو لپاره مشعل او اسلامي نړۍ تاريخي بريا بللې.
ښاغلي قره داغي د فلسطین ستونزه د اسلامي امت ګډ درد ياد کړ.
نوموړي افغانستان سره د قطر هېواد مرستو ته په اشارې، افغانستان سره د همکارۍ د دوام ډاډ ورکړی.
د فلسطین د علماوو ټولنې مشر شیخ ډاکټر نواف تکروري ویلي؛ د نړۍ مظلوم ملتونه د افغانانو له ۲۰ کلنې مبارزې او اتلولۍ څخه الهام اخلي.
په وينا يې د ظالمانو پر وړاندې د فلسطین د خلکو او مجاهدینو مبارزه دوام لري، خو د نړۍ ټول مسلمانان مسولیت لري، چې د مظلومو مسلمانانو ملاتړ وکړي.

