نن شنبې په غزه کې د صهیونستي اشغالګرو او حماس ترمنځ د روانې جګړې ۵۷ مه ورځ ده او په دغه جریان کې لنډمهالی اووه ورځنی اوربند پرون جمعه په ځایي وخت سهار مهال پای ته ورسېده.
د راپورونو له مخې اسرایلي ځواکونو یوځل بیا د غزې په بېلابېلو برخو کې هوایي او ځمکني بریدونه پیل کړي دي.
ځینې رسنۍ چې سیمه کې وضعیت له نږدې څاري، خبر ورکوي؛ چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د غزې شاوخوا ۷۰۰ اوسېدونکو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د اسرائیل پوځ ویلي، چې جنګي الوتکو یې په غزه کې د حماس پر اهدافو “بریدونه” پیل کړي دي.
حماس هم د اسرایلو دغه بریدونه بې ځوابه نه دي پریښي او د اوربند تر ماتېدو وروسته یې د اسرایلو پر بېلابېلو سیمو توغندیز بریدونه کړي دي.
جګړه وروسته له هغه پیل شوه، چې د اسرائیل پوځ وویل دوی د غزې څخه توغول شوی یو توغندی شنډ کړی دی.
د نومبر په ۲۴ د پیل شوي اوربند د پای ته رسېدو وروسته، دا لومړی ځل دی چې له غزې څخه د یو توغندي د غورځیدو خبر ورکول کیږي.
په اسرائیل کې، غزې ته نږدې څو سیمو کې د احتمالي توغندیو د خبرداري اعلانونه غږول شوي او چارواکو ویلي، چې دوی په سیمه کې د ښوونځیو تړلو په شمول امنیتي تدابیر بیا پلي کړي دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ چې بمبارۍ د منځګړیتوب هڅې پیچلې کوي او په غزه کې بشري ناورین لا پسې زیاتوي.
یاد وزارت له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د تاوتریخوالي د بندولو لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي.
حماس د اووه ورځني اوربند په ترڅ کې د ۲۴۰ فلسطیني بندیانو په بدل کې ۸۰ اسرائیلي یرغمل خوشې کړل.
په دغه ترڅ کې غزې ته، چې شاوخوا ۸۰ سلنه وګړي یې بې ځایه شوي او د خوړو او اوبو له کمښت سره مخ دي، نورې مرستې رسېدلي دي.

