ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي پراختیایي بانک په ۱۸ کلني کنفرانس کې د افغانستان بانک سرپرست رییس ګډون کړی

د افغانستان بانک د سرپرست رییس هدایت الله بدري په مشرۍ پلاوي د راتلونکي اقتصادي رکود د مخنیوي او نړۍ لپاره له تیلو پرته د اقتصادي تنوعاتو او اسلامي بانکوالۍ په رڼا کې تګلارې تر عنوان لاندې دوه ورځني کنفرانس کې، چې د روان میلادي کال د نومبر په ۲۹ او ۳۰ مه نېټه په بحرین هېواد کې جوړ شوی وو، ګډون کړی.

دې کنفرانس ته د افغانستان بانک سرپرست رییس ویلي؛ د افغانستان بانک قوي هوډ لري، چې د افغانستان بانکي او مالي سکتور په بشپړه توګه اسلامي کړي او له ربا او نور حرامو کړنو یې پاک کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ دا مهال ټول سودي معاملات منع کړل شوي دي، چې متعارف او سودي بانکونه د یو پلان پر اساس اسلامي بانکوالۍ ته اړول کېږي.

ښاغلي بدري ویلي؛ په دې اړوند د نورو اسلامي هېوادنو له تجربو او  نړیوالو اسلامي موسساتو له تخصص او پوهې څخه په ګټې اخیستنې سره غواړو، د افغانستان بانکي او مالي نظام داسې جوړ شي، چې له ربا او نورو سودي معاملو څخه پاک وي.

نوموړي زیاته کړې؛ د اسلامي بانکوالۍ مالي محصولات باید نه یوازې په شکل بلکې، په اصل او جوهر کې هم د شرعي اصولو سره مطابقت ولري.

ښاغلي بدري ټینګار کړی؛ چې بانکي تمویلات باید په هغو برخو کې وشي، چې خلکو ته یې ګټه رسیږي او له موږ سره د شریعت د مقاصدو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

د نوموړي په وینا؛ هغه پروژې چې دندې رامنځته کوي، د فقر او بېوزلۍ کچه کموي، ټولنیز – اقتصادي عدالت تأمینوي او د چاپیریال د ښه والي لپاره مؤثرې وي باید پاملرنه ورته وشي او تمویلات ترلاسه کړي.

د یاد کنفرانس په اوږدو کې د افغانستان بانک سرپرست رییس د یو شمير نړیوالو مالي ادارو او د اسلامي هېوادونو د مرکزي بانکونو له رییسانو او د یپلوماتانو سره هم لیدنې کړي.

نوموړي د اسلامي مالي موسسو د محاسبې او تفتیش ادارې د عموي رییس شیخ ابراهیم خلیفه الخلیفه سره د اسلامي بانکوالۍ اړوند او همدا راز د متقابلو اړیکو د لا زیات ټینګښت په اړه ځانګړې لیدنه درلودې.

همداراز یې د بحرین هېواد لپاره د ترکیې هېواد له سفیرې سره هم لیدنه کړې، په دې لیدنه کې د بانکي موضوعاتو ترڅنګ پر یو شمیر اقتصادي موضوعاتو هم بحثونه شوي.

ښاغلي بدري د اسلامي بانکونو د اجراییه مشرانو, علماوو او د اسلامي بانکونو د شرعي پلاوو له غړو سره هم بېلابېلې لیدنې کړي او هغوی ته یې په افغانستان کې د شریعت له اصولو سره سم د اسلامي بانکوالۍ د پلي کولو او د افغانستان بانک د پولي سیاست په اړه معلومات ورکړي.

د یادې غونډي په یوه برخه کې د بنګله‌دیش هېواد د علماوو استازي له ښاغلي بدري سره د افغانستان د بانکي او اقتصادي وضعیت په اړه او په ځانګړي توګه د افغانیو د ثبات د عواملو اړوند لیدنه کړې.

په دغه لیدنه کې د بنګله‌دیش هېواد د علماوو استازي ویلي؛ د بنګله‌دیش مسلمانان او علما ویاړي، چې د یو اسلامي هېواد (افغانستان) پولي واحد د اسیا په کچه تر ټولو باثباته دی او ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې دی.