ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

رییس الوزرا د اسلامي هېوادونو د علماوو ټولنې له استازو او غړو سره لیدنه کړې

د یادو علماوو په استازیتوب ډاکټر علي قره داغي په افغانستان کې د اسلامي نظام حاکمیت ستایلی او دا یې د افغانستان د علماوو، حافظانو او ټولو مجاهدینو د قربانیو نتیجه بللې او ویلي يي دي، ملت له اسلامي امارت څخه خوشحاله دی.

یاد پلاوی د اسلامي هېوادونو د ۶۴ ټولنو او د څلورو مذاهبو د علماوو په استازیتوب کابل ته راغلی او د اسلامي امارت رهبرۍ ته یې په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د هر راز همکاریو ډاډ ورکړی.

یادو علماوو ویلي، دا مهال د اسلامي نړۍ سترګې تاسو او د فلسطین مجاهدینو ته دي او د افغانستان اسلامي امارت یې د اسلامي نظامونو د یو سمبول په توګه یاد کړی.

 رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د اسلامي هېوادونو د علماوو یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، اوسنی نظام له علماوو جوړ دی او د اسلامي نړۍ د علماوو هڅو او زیار ته د قدر په سترګه ګوري.

 نوموړي زیاته کړې، د فلسطین مظلوم ملت هم د تاریخ په اوږدو کې د افغانانو په څېر له درد او ځور سره مخ شوی دی او له دې وضعیت څخه د وتلو لپاره د اسلامي امت یووالي او اتحاد ته جدي اړتیا ده او دغه دروند مسوولیت یوازې علما ترسره کولی شي.

 ملا محمد حسن اخوند ویلي؛ افغانستان دا مهال د زلزلې، سېلابونو او په ډله ییزه توګه د افغان کډوالو د ویستنې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، خو د حل لپاره یې د اسلامي امارت ټول مسولین په تعهد او اخلاص کار کوي.

رییس الوزرا زیاته کړې، تر ممکن حده به یو بل سره همکاري کوو او له اوسنیو ستونزو څخه د اسلامي امت د ژغورلو لپاره به ټول یو بل په دعاګانو کې یاد ساتو.