د لغمان ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي محمد ظاهر زرکمر ویلي؛ د روان کال په اوږدو کې د څه د پاسه دوه ملیارده افغانیو په ارزښت ۲۴۲ بېلا بېلې پروژې پلي شوي، چې شاوخوا ۳۰ زره کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې.
نوموړي زیاته کړې؛ دغه پروژو کې د اوبو رسولو شبکې، د سړکونو جوړول، کانال پاکي، د څاه ګانو ترمیم او کیندنه، استنادي دیوالونو جوړول او د ځینو پروژو بیارغول شامل دي، چې یو شمېر یې بشپړې شوي او د یو شمېر نورو چارې د بشپړېدو په حال کې دي.
ښاغلي زرکمر همداراز ویلي؛ روان کال کې یې له مختلفو موسسو سره په همغږۍ ګڼ شمېر پروژې پلي کړي او زرګونه کورنیو ته یې مرستې رسولې دي.
د لغمان د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس ویلي؛ د همدې کال په جریان کې مو د خوړو نړیوال سازمان، نړیوال بانګ، د ماشوم ساتنې او نورو موسسو له لارې د نغدي پیسو د وېش پروسه پیل کړې، ۲۱ زره کورنۍ مو سروې کړي، چې ځینو ته نغدي مرستې رسیدلي او ځینو ته ورکول کېږي.
د دې مرستو په لړ کې د خوراک نړیوال سازمان د کال په لومړیو شپږ میاشتو کې د RRDPO موسسې لخوا ۱۰ زره ۶۸۶ کورنیو مرستې ورکړي، چې هرې کورنۍ درې زره او ۲۰۰ افغانۍ په میاشتني ډول ورکړل شوي دي.
یو زر او ۹۰۰ بې وزله کورنیو ته په الیشنګ او بادپښ ولسوالیو د اکټیډ پلي کوونکي موسسې لخوا مرستې ورکول کېږي.
د ماشوم ساتنې موسسه هم ۶۰۰ کورنیو ته د درېیو میاشتو لپاره هرې کورنۍ ته ۳۰ زره افغانۍ ورکوي او د نوې سروې له مخې بیا هم د خوراک نړیوال سازمان اووه زره او ۷۳۷ کورنیو ته نغدې پیسې ورکوي.
د نوموړي په وینا؛ پلان لري، چې په راتلوونکي کال کې تردې لازیاتې پروژې پلي او خلکو ته خدمتونه ورسوي.

