ورځ: دوشنبه
نېټه: ۲۰/۵/۱۴۴۵ ھ ق، مطابق ۱۳/۹/۱۴۰۲ ھ ش
هېواد ته له بېلابېلو لارو کډوال راستانه شوي دي، چې د موظفو کمېټو لهخوا یاد کډوالو ته رسېدنه شوې او بېلابېل اړین خدمات ورته وړاندې شوي دي.
بشپړ راپور یې د ورودي لارو او کمېټو په تفکیک سره په لاندې توګه وړاندې کیږي:
تورخـــم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمیټه:
تورخم کې د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټې له لوري ۲۴۴ کورنۍ ثبت شوې او راجسټر شوې.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
له تورخم څخه ۵۴ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۲۶۸ تنه کیږي، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته ولېږدول شوې او ۳۰ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه ورکول شوه.
د مؤقت مېشت کولو کمېټه:
۵۰ کورنۍ په کمپ کې مېشت کړل شوې، ۱۰ بابه خیمې، اته تشنابه ودرول شول او ۱۳۰ ټانکیو ته اوبه ورسول شوې.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
عمري کمپ کې د خـدماتي کمـېـټې لهخـوا شپږ زره تنه کډوالو ته ډوډی او تصفيه شوې اوبه پهخپل وخت سره توزیع شوي او په ۱۳۰ ټانکیو کې اوبه واچول شوې.
د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسولينو لهخوا راستانه شویو کډوالو ته ۵۱۲ عدده سیمکارټونه په وړیا توګه ووېشل شول.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
عمري کمپ او فرضي کرښه کې له راستنېدونکو کډوالو سره ناستې شوي، د مراحلو طی کولو په اړه ورته معلومات او فرضي کرښه کې اوښتونکو ته پوهاوی ورکړل شوی، چې د کډوالو په نوم امتیازات ترلاسه نه کړي، که څوک ونیول شي قانوني چلند به ورسره وشي او د اي، او، اېم دفتر سره په هماهنګۍ د کډوالۍ سلکونه پاڼې پر کډوالو ووېشلې.
همدارنګه څلور ورک شوي ماشومان خپلو کورنیو ته او لسګونه ورک شوي اسنادونه او د تابعيت تذکرې يې مالکانو ته سپارلي او په عمري کمپ کې معلوماتي لوحې ولګول شوې.
د کار موندنې کمیټه:
د کډوالو لپاره د کارموندنې کمېټې نن په تورخم کې ۱۲ تنه د بکلوریا سند لرونکي، شپږ تنه د فوق بکلوریا سند لرونکي، دوه تنه د لیسانس سند لرونکي، ۱۴ تنه حافظان او په تورخم او سپین بولدک کې ۴۳۵ تنه غریبکار او ۲۴۹ تنه حرفهيي او مسلکي کسان ثبت کړل، چې ټول ۳۷۵ تنه کیږي، ثبت کړل.
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت تثبیت او استقبال کمېټه:
سپین بولدک کې ۱۶۷ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۹۶۲ تنه کیږي، ثبت او د کورنیو چارو وزارت له لوري بایومټریک شوې.
له دې ډلې ۱۴۰ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۷۹۳ تنه کېده، (آی او اېم) او (ډبلیو ایف پي) ته ورپیژندل شوې او ۲۷ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۱۶۹ تنه کېده، (یو ان اېچ سي آر) سازمان ته معرفي شوې.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
له بولدک ولسوالۍ او کندهار څخه ۴۵ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۲۶۲ تنه کیږي هرات، کابل او کندهار ولایتونو ته ولېږدول شوې او یادو کورنیو ته ۳۸ زره افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.
د خدماتو او صحي چارو کمېټه:
په عمري او ښوراندام کمپونو کې درې زره او ۷۰۰ تنه کډوالو ته ډوډۍ ورکول شوې او ۸۴ زره لیټره اوبه ورسول شوې.
د خدماتو او صحي چارو کمېټې په چوکاټ کې د ماشومانو د ژغورنې او د هېلټ نېټ مؤسسې صحي ټیمونو لهخوا ۲۵۶ تنه ناروغان تداوي شوي؛ یو زر او ۸۳۲ تنو ته بېلابېل واکسیونونه تطبیق شوي، د ۸۸۰ کسانو سکرینینګ شوی او د ۵ تنو د ملاریا او کورونا نمونې اخیستل شوي.
پکتیـــــــکا (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
پر ډیورنډ کرښه د انګور اډې په سیمه کې اووه کورنۍ ثبت او راجسټر شوې.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
اووه کورنۍ له انګور اډې څخه د کډوالو کمپ ته او له هغه ځای څخه خپلو ولسوالیو او کلیو ته لیږدول شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
په انګور اډه کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له اووه کورنیو سره مرسته شوې او هرې کورنۍ ته لس- لس زره افغانۍ ورکول شوې دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
ښرنه او انګور اډه کې د ۲۲ کسانو تداوي شوې، پینځه کسانو ته واکسین تطبیق شوی او انګور اډه او ښرنه کې د خدماتو کمېټې له لوري ۶۷ تنو ته ډوډۍ ورکول شوې او د شپې تېرولو ځای او نور اړین توکي ورته برابر شوي دي.
د خدماتو کمېټې په چوکاټ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولينو له لوري نهه عدده سیمکارټونه ووېشل شول.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له لوري راستنېدونکو کډوالو ته د خپلو ماشومانو د ښې راتلونکې او تعلیمي نظام په هکله معلومات ورکړل شول.
زابـــــــــــــــل (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ په زنځیر سیمه کې یوه کورنۍ چې د افرادو شمېر یې پینځه تنه وو، ثبت او بایومټریک شوه.
د ټرانسپورټ او انتقال کمېټه:
یوه کورنۍ د زنځیر له سیمې څخه د شملزو ولسوالۍ ته انتقال شوه.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
په زابل کې له یوې راستنې شوې کورنۍ سره ۱۰۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې او په همدې ډول د سرې میاشتې ټولنې له لوري ورسره ۲۳ قلمه غیر خوراکي توکي چې د ماشومانو ژمنۍ جامې هم پهکې وې، ورکړل شول.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
زابل کې د خدماتو او روغتیايي چارو د کمېټې له لوري ۵۰ کسانو ته ډوډۍ ورکول شوه.
نیمــــــــروز (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
په نیمروز کې د ورېښمو له لارې ۴۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۴ تنه کیږي، هېواد راستنې شوې، چې د مسولينو له لوري ثبت شوې.
په همدې ډول په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو زر او ۶۸۲ تنه مجرد مسافر هم ثبت شوي، چې له دې ډلې ۱۴۱ تنه د مرستو په موخه (آی او اېم) سازمان ته ورپیژندل شوي دي.
د مؤقت مېشت کولو کمېټه:
نیمروز کې نن ۳۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۶ تنه کیږي، د کډوالو په مؤقت کمپ کې مېشت شولې، د اوسیدنې امکانات ورته برابر کړل شول او همدا راز د آی او اېم سازمان له لوري ورسره نغدي او غیر نغدي مرسته هم شوې.
د مالي چارو کمېټه:
د مالي چارو کمېټې له لوري نن په نیمروز کې له ۱۰ کورنیو سره لس-لس زره افغانۍ مرسته وشوه.
هـــــــــــــرات
د ثبت، تثبیت او بایومټریک کمېټه:
په اسلام کلا بندر کې ۱۹ کورنۍ چې د افرادو شمیر یې ۵۳ تنه کیږي، ثبت او بایومټریک شوې.
د مالي چارو کمېټه:
په هرات کې د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵ کورنیو سره لس لس زره افغانۍ مرسته وشوه.
کــــــــــــــــابل – مرکز:
د ترانسپورټ او انتقال کمېټه:
د یکشنبې په ورځ له کابل څخه ۳۲ کورنۍ چې د افرادو شمېر یې ۱۶۲ تنه کیږي، کندوز او بلخ ولایتونو ته ولیږدول شوې، یادو کسانو ته ۲۰۴ زره افغانۍ کرایه هم ورکول شوه.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء

