د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک له لوري د ۲۰۲۳ میلادي کال د ډسمبر میاشتې په څلورمه نیټه راپور خپور شوی دی.
په دې راپور کې د افغانستان اقتصادي وضعیت ته کتنه شوې ده.
په راپور کې ویل شوي، چې د انفلاسیون کچه د تېرو میاشتو په پرتله نوره هم ټیټه شوې ملي عوايد زيات شوي، د وارداتو په کچه کی زیاتوالی راغلی د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د پام ور پورته شوی د خوراکي او غیر خوراکي توکو په بیو کې ټیټوالی راغلی په بانکي سیستم کی پرمختګ شوی او با کیفیته روغتیايي خدمتونه خلکو ته وړاندې شوي دي.
د ریاست الوزرا اقتصادی معاونیت د اقتصادی وضعیت په تړاو د نړیوال بانک له لوري د خپاره شوي راپور د پورته ذکر شویو برخو ستاینه کوي، چې په واقعيتونو ولاړې دي، ځکه دا پرمختګونه یو عيني واقعیت دی، چې یاد بانک نړی ته وړاندې کړی دی.
دا چې په راپور کې ویل شوي، چې د افغانستان نيمايي وګړي د بې وزلۍ تر کرښې لاندي ژوند کوي، اسلامي امارت دا ځکه ردوي چې له تحول وروسته د هېواد په کچه لویی او متوسطی پروژې پیل شوې دي، چې لسګونو زرو کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده او دغه راز د سوداګرۍ صنعت، کرنې او زېربنا په برخو کې په پرمختګونو سره هېوادوالو ته کاري فرصتونه برابر شوي چې له امله یې د هېوادوالو ډیری اقتصادي ستونزې هوارې شوي دي.
دا چې نړیوال بنسټونه پرې سترګې پټوي، دا له واقعیت څخه لرې دي او اسلامي امارت یی نه تاییدوي.
د افغانستان اسلامی امارت پر دی باور دی، چی که نړیواله ټولنه مثبت تعامل ته مخه پر بانکی سیستم او نورو برخو شته بندیزونه لری او د افغانستان کنګل شوی شتمني ازاده کړي، نو افغانستان به د نورو برخو ترڅنګ په اقتصادي برخه کې په بشپړ ډول پرمختګ وکړي.
دغه راز د افغانستان اسلامي امارت یو ځل بیا له ټولو نړیوالو سازمانونو څخه غواړي، چې د افغانستان په اړه نړۍ ته هغه پرمختګونه په ډاګه کړي، چې د هرې ورخي په تېریدو سره په افغانستان کې را منځته کېږي؛ په دې سره به نړۍ د افغانستان پر واقعی وضعیت او دلته له ترسره شویو پرمختګونو څخه خبره شي.

