د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري او د دغه وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په کابل کې د ترکیې له سفیر جنک اونال سره لیدنه کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د تجربو پر شریکولو خبرې کړي.
دواړو لورو د افغانستان او ترکیې ترمنځ د ګډ کار او د کرنیزو تجربو د تبادلې په اړه خبرې وکړې.
د دې لیدنې په ترڅ کې د ترکیې سفیر د نشه یي توکو د کښت او کرکیلې د مخنیوي په برخه کې د اسلامي امارت د مبارزې او قاطع پریکړې ستاینه کړې او له افغانستان سره د ترکیې د خلکو او حکومت د همکاریو لېوالتیا یې څرګنده کړې.
مولوي عطاء الله عمري د هر ډول بوټي د کرکيلې په برخه کې د افغانستان د بې سارې ځانګړنو په اړه معلومات ورکړي او د ترکيې له پلاوي څخه يې غوښتي، چې د کرنې د پراختيا او په دې برخه کې د دواړو متلونو د نږېدوالي په پار د ارتباطي پله په څېر ووسي.
سرپرست وزیر ویلي؛ د تېرو جګړو او ستونزو له امله د افغانستان کرنه دودیزه او وروسته پاتې ده، اړتیا ده چې په دې برخه کې کار وشي او زموږ د هېواد کرنه پر خپلو پښو ودرېږي.
ښاغلي عمري د ترکیې له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د کرنیزو تجربو د لېږدولو، د متخصصینو لېږل، د متخصصینو ګډې ناستې، د کرنیزو او مېوو محصولاتو په اډانه کې د پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې همکاري وکړي، ترڅو زموږ د بزګرانو لپاره اغیزمنې چارې ترسره کړي.
د کرنې سرپرست وزیر زیاته کړې؛ افغانستان د هر ډول بوټو کرکیلي لپاره مناسبه چاپېریال لري او دغه راز په دې هېواد کې د ارګانیکو محصولاتو ودې ته زمینه برابره ده.
نوموړي له ترکي سوداګرو غوښتي، چې د افغانستان د کرنې په سکتور کې پانګونه وکړي؛ د دې هېواد محصولات ارګانیک، بې ضرره او لوړ کیفیت لرونکي دي، چې د نړۍ په هیڅ ځای کې نشته.
موږ ترکي پانګوالو ته بلنه ورکوو چې راشي، موږ ورته ځمکه ورکوو او له افغان سوداګرو سره په ګډه پانګونه او کار وکړي.
په کابل کې د ترکیې سفیر جنک اونال د افغانستان له خلکو سره د ترکیې د حکومت او خلکو د همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي يي دي؛ د نشه يي توکو د کښت او کاروبار د بندولو په برخه کې د اسلامي امارت د قاطع مبارزې قدرداني کوو.
موږ هوډ لرو چې اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې همکاري وکړو.
سوداګر او پانګوال هڅوو، چې راشي او د شته فرصت څخه په ګټې اخیستنې چې د امنیت نعمت دی د افغانستان له خلکو سره کار وکړي.
نوموړي زیاته کړې؛ هڅه کوو چې ترکيې ته لوړ مقاومت لرونکي محصولات انتقال کړو، تر څو هلته وپلورل شي، د ترکيې د خلکو او پانګوالو لېوالتیا داده، چې پر وچو مېوو او انارو پانګونه وکړي، ځکه وچې مېوې او انار تر ډېره په لاره کې نه خرابیږي د پېر-پلور ښه بازار هم لري.
په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته ترکیې د افغانستان له اسلامي امارت سره ډیرې مثبتې اړیکې لرلې او د افغانستان د کرنې په سکټور کې یې ډیرې همکارۍ کړې دي.

