د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پالیسي او مسلکي مرستیال ډاکټر زین العابدین عابد په مشرۍ د ملي پارکونو، ساتل شوو سیمو او ځنګلونو د ساتنې په تړاو مشورتي ناسته شوې.
ناسته کې دې ادارې د طبیعي میراثونو د ساتنې او پلان رییسانو، متخصصینو، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو د ساتنې عمومي رییس او ورسره پلاوي ګډون کړی و.
ډاکټر زین العابدین عابد ویلي؛ د ځنګلونو ساتنې ته باید جدي پاملرنه وشي، ځګه دا د افغانستان ملي شتمني ده.
نوموړي زیاته کړې؛ د ملي پارکو او ساتل شوو سیمو د ساتنې او ځنګلونو د بیا رغونې لپاره باید ګډ کاري ټیمونه جوړ شي او په مرکز او ولایتونو کې باید د چاپېریال ساتنې ملي ادارې او کرنې وزارت ریاستونو تر منځ همغږي او همکاري پیاوړې شي.
دواړو خواوو د ګډې همکارۍ او همغږۍ ژمنې وکړې او هوکړه شوې، چې د ملي پارکونو، ساتل شوو سیمو او ځنګلونو د ارزونې لپاره به ګډ کاري ټیم جوړ شي؛ ترڅو موجوده ستونزې حل او افغانستان د چاپېریال ساتنې سربېره د ګرځندوی په برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړي.

