ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: مسولین دې خلکو ته د اسانتیاوو په برابرولو او د ستونزو په حل کې خپلې هڅې نه درېغوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب والي داملا شعیب رسالت، د غزني امنیه قومندان مخدوم محمدعالم رباني، د سرپل مرستیال والي داملا محمد نادر، د فاریاب امنیه قومندان داملا سراج الدین، د سرپل ولایت د لوا قومندان مفتي محمد مقتصد او د فاریاب ولایت د ګریزیوال ولسوال مولوي حمیدالله دانش سره لیدنه کړې.

نوموړو د یادو ولایتونو د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت او حکومتولۍ په اړه خبرې کړي او د خپلو کړنو او لاسته راوړنو په اړه یې د ریاست الوزرا اداري معاونیت ته راپور ورکړي.

دوي ویلي؛ محلي مسولین خلکو ته د خدماتو او هوساینې په برابرولو کې خپلې هڅې نه درېغوي او د امنیت په تامین کې هم کوښښ کوي.

نوموړو همدارنګه د اسلامي امارت  له رهبري څخه غوښتي، چې په دې ولایتونو کې د سرکونو ترمیم، په لیرې پرتو سیمو کې د کلینیکونو او روغتیایي مرکزونو جوړولو او د پراختیایي پروژو پلي کولو ته دې جدي پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د هغوی فعالیتونه او کړنې ستایلي.

د ریاست الوزرا مرستیال زیاته کړې؛ محلي مسولین دې خلکو ته د خدمتونو او اسانتیاوو برابرولو، د امنیت تامین او د هغوی د ستونزو په حل کې خپلې هڅې نه درېغوي.

نوموړي همدارنګه د هغوی د وړاندیزونو په اړه ویلي، د افغانستان اسلامي امارت به شته امکاناتو ته په پام د یادو مواردو په برخه کې اقدام وکړي.