د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي رییس مولوي ذاکر د کابل ښار د یوولسمې ناحیې له علماوو، ګذر وکیلانو او مخورو سره لیدنه کړې.
علماوو او مخورو د اسلامي نظام اهمیت ته په اشارې ویلي، د اسلامي امارت له بریا وروسته د ښار امنیت ټېنګ شوی او ګڼې ننګوونې یې حل شوي دي.
هغوی زیاته کړې، چې له اسلامي امارت سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.
د کابل ښار د یوولسمې ناحیې د ګذر وکیلانو ویلي، له پخوا راهیسې په دې ناحیه کې ښوونځي او مدرسې ته ځمکه ځانګړې شوې، خو د ۲۰ کلونو په تېریدو بیا هم پرې ودانۍ نه ده جوړه شوې او له امله یې له ستونزو سره مخ دي.
نوموړو د دې ترڅنګ خپلې یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت د دفتر عمومي ریيس ته سپارلي دي.
مولوي ذاکر یادو علماوو او مشرانو ته د ښه راغلاست پرمهال ویلي؛ په تېرو څو لسیزو کې افغانان د قوم، ژبې او ان د سیمې پر بنسټ ویشل شوي وو، چې له نیکه مرغه د اسلامي امارت له بریا سره په هېواد او حکومتي سیستم کې هر راز تعصب او توپیري چلند ختم شوی دی.
نوموړي ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت به په پوره زیار د کابل د اوسېدونکو ستونزې هوارې کړي.

