د لغمان قرغیو ولسوالۍ په حسن اباد سیمه کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست په هڅو د جاپان هېواد په مالي ملاتړ په اسیا کې د نړیوالو ټولنیزو خدمتونو موسسې له لخوا د طبیعي پېښو د تاثیراتو د کمښت په برخه کې د ظرفیت لوړونې پروژې له لارې د سیند په مسیر د یو استنادي دیوال د جوړیدو چارې پیل شوې.
لغمان والي قاري زین العابدین عابد ویلي؛ چې دغه دیوال ۵۰۰ متره اوږدوالی، څلور متره لوړوالی او درې متره پلنوالی لري؛ ۱۵۵ زره ډالر لګښت پرې راځي او د څلور میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي، چې زر جریبه ځمکه او ۵۰۰ کورونه به د سیلابونو له خطره وساتي.
نوموړي زیاته کړې؛ په هېواد کې بشپړه خپلواکي او امن موجود دی، وخت یې راغلی چې دا هېواد جوړ او له ګاونډیانو سره سیال کړو.
د سیمې خلکو د داسې پروژو په جوړیدو خوښي ښودلې او ویلي يي دي؛ په دې سره به یې ځمکې او کورونه د سیلابونو له خطراتو وساتل شي او له ولایتي ادارې یې مننه کړې، چې داسې پروژې ورته پلي کوي.

