د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي ناسته په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د پانګونې وړاندې شوو طرحو په اړه هراړخیز بحث وشو.
په دغه ناسته کې د ۷۷ ترکي او زولرستان شرکتونو له لوري د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید طرحه تر هر اړخیز بحث وروسته تایید او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شوه.
همدارنګه په یاده ناسته کې پرېکړه وشوه څو د بلخ ولایتي مسولین په بلخ کې د ډبرو سکرو د بارولو او خالي کولو لپاره د مډرن او معیاري ترمینل جوړولو په موخه په مناسب ځای کې د خصوصي سکټور لپاره ځمکه مشخصه او راپور یې دې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.
د پانګونې بینالوزارتي کمېټې دغې ناستې ته د ګلبهار انوېستمنټ ګروپ له لوري له ګاز څخه د برېښنا د تولید او د کابل ښار د دوهمې ناحیې په قوایې مرکز سیمه کې د سوداګریز مرکز جوړولو طرحې هم د خصوصي سکټور له لوري وړاندې شوې.
د یادو طرحو د اقتصادي، تخنیکي او حقوقي ارزونې لپاره مختلفې کمېټې وټاکل شوې او سپارښتنه ورته وشوه، څو په اړه یې خپل راپورونه د دوه اوونیو په جریان کې له دغه کمېټې سره شریک کړي.

