د بغلان ولایت په خنجان ولسوالي کې د یوه تحکیماتي دېوال د دوهمې برخې(لاټ) او د یوه سربند د جوړېدو چارې د ۶۰ زره ډالرو په ارزښت د بغلان سیندیزې فرعي حوزې ریيس مولوي محب الله عادل، د خنجان ولسوالي د امنیه قوماندان او مرستیال ولسوال او د یو شمېر قومي مشرانو په شتون کي پیل شوې.
د دغې پروژې د پرانیستو په مراسمو کې د بغلان سیندیزې فرعي حوزې ریيس د قراردادي شرکت له مسولینو غوښتي، چې د یادرې پروژې چارې په ښه کیفیت سره ترسره کړي.
د دغه تحکیماتي دېوال د جوړېدو دوهمه برخه چې یو زر او ۳۳۰ متره اوږدوالی او یو متر لوړوالی لري، چارې یې د اف اې او دفتر په مالي ملاتړ پرمخ وړل کېږي .

