د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاءالله عمري ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې له پاکستان څخه د راستنیدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېټې له مسولینو سره لیدنه کړې او کډوالو ته د ملکیتونو د لېږد او د کارموندنې د طرحې د تصویب په اړه یې خبرې کړي.
مولوي عطاء الله عمري په دې غونډه کې اعلان کړی، چې د افغانستان اسلامي امارت له پاکستان څخه راستنیدونکو کډوالو لپاره د کار پیدا کولو په موخه د ملکیتونو د لېږد او د ځمکې د اجارې په پار یوه طرحه تصویب کړې، ترڅو خلک له ستونزو او کډوالۍ څخه خلاص او په عزت سره خپل هېواد ته راستون او د غوره برخلیک خاوند شي.
د کرنې سرپرست وزیر د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د دولت له مسولینو سره لیدنه کړې او د هغوی کاري راپورونه یې اوریدلي دي.
د کرنې وزیر د بېلابېلو ادارو د استازو د فعالیتونو د راپور له اورېدو وروسته د ځمکې د اجارې او د ملکیتونو د لېږد په برخه کې د کرنې وزارت د طرحې د تصویب په اړه ویلي؛ د کرنې وزارت کډوالو ته د کار پیدا کولو او سرپناه په موخه د ځمکې د لېږد او اجارې په موخه یوه طرحه تدوین کړې وه، چې د نظام د مشرتابه له خوا تصویب شوه.
د دې طرحې یوه برخه د سرپناه لپاره د ملکیت د دایمي لېږد او د کار لپاره د ځمکې ورکول دي، ترڅو خلک په دغو ځمکو کار وکړي، او دوی د یو کال لپاره له مالیاتو څخه معاف دي او له هغې وروسته به له دوی څخه مالیه اخیستل کېږي، دا اساسي چاره ده، ترڅو خلک خپل هېواد ته راستون او له کډوالۍ او بېوزلۍ څخه خلاص شي.
ښاغلي عمري دغه راز د کډوالو لنډمهال کمپ څخه هم لیدنه کړې او د کډوالو ستونزې یې اوریدلي دي.
د یادولو وړ ده چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري کډوالو لپاره د ملکیتونو د لېږد او اجاره ورکونې د کمیټې مشر دی، چې کډوالو لپاره د ملکیتونو د اجارې او لېږد مسولیت په غاړه لري، ترڅو کډوال په دغو ځمکو کرکېله او کار وکړي او له دې لارې د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کړي.

