ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې وزارت پلاوی د حیواني روغتیا په ۶۵م نړیوال علمي کنفرانس کې ګډون کړی

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یوه پلاوي، چې د حیواني روغتیا په برخه کې په نړیوال علمي او ساینسي کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې ته تللی و، په دغه کنفرانس کې ګډون کړی.

دغه پلاوي د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا د لوی رییس مفتي ذاکر الله ذاکر په مشرۍ، د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال سلاکار مولوي طالب جان ذکي، د څارویو د روغتیا رییس ډاکټر مختار محسني او محمد شریف زاهد په شتون کې د افغانستان په استازيتوب دروسیې د ویلاد میر په ښآر کې په یاد نړيوال علمي او ساینسی کنفرانس کې په ګډون سره د افغانستان د مالدارۍ د سکټور په فرصتونو او ننګونو خبرې کړي او په کنفرانس کې د ګډون کوونکو هېوادونو د پاملرنې غوښتونکي شوي.

دغه کنفرانس چې د حیواني روغتیا په برخه کې ۶۵م نړیوال علمي اوساینسي کنفرانس دی، د افغانستان، اردن، لبنان، روسیې، مصر، بیلاروس، ګرجستان، قزاقستان، بورکینافاسو،مراکش او ارمنستان د استازو په شتون کې د روسیې د ولادیمیر په ښار کې جوړ شوی و.

دغه راز د افغانستان د کرنې وزارت د حیواني روغتیا رییس ډاکټر مختار محسني د روسیې د حیواني روغتیا ریاست له مسولینو سره خبرې کړي او د افغانستان د مالدارۍ په برخه کې یې د هغوی د همکارۍ غوښتنه کړې، چې یادو چارواکو له افغانستان سره د څارویو د روغتیا په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.