ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بشري حقونو نړیواله ورځ؛ پر غزه د مرګونو سیوری او د نړیوالو چوپتیا

د ډسمبر لسمه د بشري حقونو له نړیوالې ورځې سره سمون خوري.
سږ کال د بشري حقونو نړیواله اعلامیه ۷۵ کلنه شوه.
دا ۳۰ ماده ای نړیواله اعلامیه د انساني تاریخ له مهمو لاسته راوړنو ګڼل کېږي.
د بشري حقونو نړیواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې بشري حقوق په لوړه کچه له نقض سره مخ دي او لا یې هم مدافعین چوپ دي.
صهیونیستي رژیم چې له پراخ غربي ملاتړ څخه برخمن دی، غزه کې داسې بشري جنایتونه کړي، چې تل به د تاریخ پر لمن تور داغ وي.


د صهیونیستي رژیم له لوري غزه کې ۱۷ زره او ۷۰۰ کسان وژل شوي، چې ۷ زره یې ماشومان دي.
د دې تر څنګ ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د غزې نيمايي نفوس له سختې لوږې سره مخ دی.
د ملګرو ملتونو د خوړو ادارې ویلي، چې له هرو لسو فلسطينیانو نهه يې د هرې ورځې خواړه نه لري.
اسرائیلو پر غزه،‌ برېښنا، اوبه او خوراکي توکي بند کړي او هلته یې د سختو بمباریو او ځمکنیو عملیاتو لړۍ روانه ساتلې ده.


د بشري حقونو ستر مدافعین د اسرائیلو پر ځای تل د ملامتیا ګوته فلسطین ته نیسي او له اسرائیلو خپل ملاتړ اعلانوي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د حماس او اسرائیلو د وروستۍ جګړې په لومړۍ ورځ د اسرائیلو له لومړي وزیر سره درې ځله ټیلیفوني خبرې کړې، سیمې ته یې د امریکا تر ټولو د پرمختللیو جنګي الوتکو (جیرالډ فورډ) او همدارنګه اسرائیلو ته یې د اړتیا وړ وسلو بار بېړۍ استولو ژمنه کړې وه.‌
دا لومړی ځل نه دی، چې امریکا د اسرائیلو ملاتړ کوي، بلکې دا اړیکې او دریځ څو لسیزې مخینه لري.
له دویمې نړیوالې جګړې وروسته اسرائیلو د امریکا تر ټولو ډېر وسایل ترلاسه کړي.
د امریکا کانګرس په یوه راپور کې، چې تېره مارچ میاشت خپور شوی، ویلي؛ له ۱۹۴۶ تر ۲۰۲۳ پورې امریکا له اسرائیلو سره ۲۶۰ میلیارده ډالره مرسته کړې، چې نیمايي هغه یې پوځي وه.
دغه راز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي په توګه یې څو ځله د اسراییلو په ګټه رایه کارولې ده.


امریکا تازه پر اسرائیلو د څه باندې سل مېلیونو په اندازه د ټانک مهماتو د بيړني پلور معامله تأیید کړې ده.
د دې تر څنګ د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې امریکا یوازینی هېواد دی، چې غزه کې یې د اوربند غوښتنې وړاندیز ته د رد او منفي رایه ورکړه.