ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېر دوو ورځو کې یو زر او ۳۷۰ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

د ننګرهار ولایت د کډوالو چارو ریاست وايي، چې د لیندۍ په ۱۷مه ۵۷۴ افغان کډوال د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي.

د تورخم د کډوالو چارو د امر په وینا؛ په يادو راستنېدونکو کې ۱۰۷ کورنۍ، چې ۵۷۴ تنه کېږي، له دې لاري په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي او د مهاجرينو په ادارې کې له  نومليکنې وروسته د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍ وال سازمان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ته ورپیژندل شوي دي.

همداراز د ایران څخه ۷۹۶ تنه افغان کډوال د یادې میاشتې په ۱۸مه نېټه د هرات اسلام قلعه بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د اسلام قلعې  د سرحدي امر په وینا؛ په دې راستنېدونکو کې کورنۍ او مجردان شامل وو، چې له ډلې يې ۲۹۲تنه د مرستو په موخه د کډوالۍ نړۍ وال سازمان  ته ور وپېژندل شول، چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې تر سره شوې.

همدارنګه ۱۳کورنيو ته ۱۰ زره افغانۍ او ۸ نورو کورنيو ته چې ۱۴ تنه کېدل، په وړيا توګه سيمکارټونه په سرحد کې د ټاکل شوو کمېټو له لوري وېشل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې ۲۹۶ تنه نور له روغتيايي چوپړتياوو هم برخمن شوي دي.